دافغانستان په ختیځ کې په لسګونووسلوال طالبان او داعشیان تسلیم شوي
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i97474-دافغانستان_په_ختیځ_کې_په_لسګونووسلوال_طالبان_او_داعشیان_تسلیم_شوي
د کونړ والي پر نورو مخالفینو هم غږ کړی چې ددوې په څیر له مخالفته لاس واخلي او دسولې له پروسې سره یو ځای شي.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Mar 11, 2021 01:24 Asia/Kabul
  •  دافغانستان په ختیځ کې  په لسګونووسلوال طالبان او داعشیان تسلیم شوي

د کونړ والي پر نورو مخالفینو هم غږ کړی چې ددوې په څیر له مخالفته لاس واخلي او دسولې له پروسې سره یو ځای شي.

شین هوا خبري آژانس راپور ورکړی،  دغه کسان په داسې حال کې امنیتی ځواک ته تسلیم شوي چې  ددغه هیواد په غرَنیَو سیمو کې  پر وسلوالو ډلو د افغانستان د امنیتي ځواک دباؤنه زیات شوي دي .

داپه داسې حال کې دي ، چې  دکونړ والي محمد اقبال سعید بیګا ناوخته په یولړ څرګندونو کې وئيلي دي  ددې ولایت د ملي امنیت ادارې د کارکوونکو د هلو ځلو په نتیجې کې پنځلس  وسله وال طالبانو او پنځه  داعش وسله والو له مخالفته لاس اخیستی او دسولې له پروسې سره یو ځای شوي دي . دکونړ والی وویل دغو مخالفو وسله والو چې خپلې سپکې او درنې وسلې یې هم له ځان سره راوړي له تیرو څو کالو راهیسې یې  په کونړ ولایت کې د حکومت ضد کړنې  کولې .د کونړ والي پر نورو مخالفینو هم غږ  کړی چې ددوې په څیر له مخالفته لاس واخلي او دسولې له پروسې سره یو ځای شي.  

له دې سره په یووخت د افغانستان  دفاع وزارت هم دیوې اعلامیې په خپرولو سره  وئيلي دي ، د فاریاب ولایت په آلمار ولسوالۍ کې دطالبانو پر مورچلو او پټنځایونو  د جنګي الوتکو په بمباریو کې  ۲۴وسلوال طالبان  وژل شوي او یو شمیر نور هم ټپیان شوي دي  او دغه راز د دغې ډلې زیات شمیر تجهیرات او وسایل هم تباه شوي دي . دغه راز  دزابل ولایت په شهرصفا  او میزان ولسوالیو کې  کې د هوائي او مځکني ځواک په عملیاتو کې ۳۵وسلوال کسان وژل شوي او یو شمیر نور هم  نیول شوي دي .  دغه راز په کندهار  ولایت کې په تیرشواروز کې په پاکونکو عملیاتو کې ۳۱ وسلوال طالبان وژل شوي او  نهه نور ټپیان شوي هم دي . البته په دغې اعلامیې کې  د افغان امنیتی ځواک داحتمالي مرګ ژوبلو په باب څه نه دي وئیل شوي

 د طالبانو او افغان ځواک  ترمینځ  نښتې په وروستیو شپو ورځو کې په داسې حال کې په زیاتیدا دي چې   په قطر کې د سولې بین الافغاني خبرې اترې  له کومې نتیجې پرته بندون ته رسیدلي  او  دواړه لوري  د پسرلیزو حملو اوعملیاتو لپاره ځانونه تیاروي چې  د افغان ولس لپاره  ئې  ډیرې اندیښنې اوترینګلتیاوې راولاړې کړي دي .

 

Image Caption
Image Caption