“افغان خبریالان: “سخت کال مو تیر کړ، ویره لرو
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i97752-افغان_خبریالان_سخت_کال_مو_تیر_کړ_ویره_لرو
روان نمریز کال چې په خپلو ورستیو ورځو کښې دے افغان خبریالانو ته یو له خونړیو کلونو څخه و.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Mar 18, 2021 04:10 Asia/Kabul
  • “افغان خبریالان: “سخت کال مو تیر کړ، ویره لرو

روان نمریز کال چې په خپلو ورستیو ورځو کښې دے افغان خبریالانو ته یو له خونړیو کلونو څخه و.

د افغانستان له پلازمیني واخلې بیا د ملک تر سویل، ختیځ شمال او لویدیځ پوري ګڼ شمیر خبریالان د نامعلومو کسانو له لوري ووژل شول.

څوک د دغو وژنو پړه په طالبانو او طالبان يې بیا په نورو ور اچوي.

په کابل کښې یما سیاه وش، په سویل کې الیاس داعي، په ختیځ کې ملاله میوند، په غزني کې د اسوشیتت پرس خبریالان او د غور په ګډون په یو شمیر نورو ولایتونو کې یو شمیر ښځینه او نارینه افغان خبریالان ووژل شول.

پلازمینه کې د خبریالانو ملي ورځ لمانځل کیږي خو خبریالان د حکومت او مدافع سازمانونو له نه پاملرني سر ټکوي.

هغوي د ني په ګدون یو شمیر خبریالانو ټولني په غلا، فساد، دوکه او دوه مخي تورنوي چې وایي له دوي سره مرسته نه کوي لیکن په لکونو ډالر له بهرنیانو اخلي او مشران یي خپلو جیبونو ته اچوي.

د روان لمریز کال په وروستۍ نیمايي کې د هېواد په کچه لس افغان خبریالان او د رسنیو کارکوونکي په بېلابېلو پېښو کې وژل شوي او نږدې شل نور ټپيان شوي دي. پر خبریالانو له دغو بریدونو سره هم‌مهاله په ټول هېواد کې د خبریالانو او د رسنیو کارکوونکو د ځاني خوندیتوب په اړه اندېښنې هم راپورته شوې دي.

 

د وژل شویو خبریالانو او رسنیزو کارکوونکو له ډلې یوازې څلور یې په ننګرهار کې د یوې خصوصې رسنۍ ښځینه کارکوونکې وې.

دا کال ښځینه خبریالانو ته تر ټولو خونړی وو او له بریدونو وروسته ګڼو ښځینه او نارینه خبریالانو دندي پرییښودي او بهر ته مهاجر شول.