د افغانستان په لويديځ کښې د ګېسو په ذخائرو اور لګېدنه
د افغانستان له هرات ښار سره نزدې د کمر کلاغ د سيمې د ګېسو په ذخائرو کښې اور ولګېد.
په هرات کښې د ځاي سرچينو په نقل د مهر خبري آژانس د رپوټ له مخې دغه اور لګېدنه نن سحر رامنځته شوه او د وروستيو رپوټو له مخې لا دوام لري.
د هرات د والي وياند جيلاني فرهاد وائي چې دغه اور لګېدنه د بې پامۍ په وجه رامنځته شوه او د اور مړ کولو لپاره هلې ځلې روانې دي.
د هرات والي سيد عبدالوحيد قتالي هم وويل، د ګېسو د ټېنکرو اور اخېستنه اندېښمنونکې ده او د اور کنټرولو لپاره د وسائلو زياتلو ته ضرورت دے.
هغه د دغې اور لګېدنې د احتمالي مال او سرتاوانونو د جزئياتو په باره کښې څه نه دي ويلي.
د اور لګېدنې د رامنځته کېدو له وخت د کمر کلاغ سيمه کښې پرله پسې چاودنې اورېدل کيږي.
دوه مياشتې مخکښې هعم داسلام قلعه په ګمرک کښې د اور لګېدنې له امله د افغانستان د موټرونو مالکانو او د تاجرانو مالونو ته د لسګونو ميلينو ډالرو زيان رسېدلے ؤ.
د اسلام قلعه د ګمرک د اور د مړ کولو لپاره د هرات ولايت په ګاونډ کښې د ايران خراسان رضوي صوبې د اور مړ کولو يا فائر بريګېډ مامورانو مهم رول لرۀ او افغان حکومت په يوې بيانيه کښې په دې لړ کښې د ايران له مرستو څخه قدرونه وکړه.