-
طالبانو په افغانستان کې د ۱۴ مخابراتي سایټونو د جوړولو تړون لاسلیک کړی
Jan 30, 2025 10:57د افغانستان د مخابراتو د تنظیم ادارې یا اترا ویلي د افغانستان په څو ولایتونو کې یې د مخابراتي خدمتونو د ښه والي په موخه د څوارلسو مخابراتي سایټونو د جوړولو تړونونه لاسلیک کړي دي.
-
د پاکستان اندېښنو ته د طالبانو ځواب: د افغانستان ټولې وسلې خوندي دي
Jan 30, 2025 10:48د طالبانو د ویاند مرستیال حمدالله فطرت وايي، په افغانستان کې ټولې وسلې په بشپړ امنیت کې دي او هیچاته اجازه نه ورکول کیږي چې ترې ناوړه ګټه پورته کړي.
-
افغانسان له ایران سره د سوداګري اړیکو پراختیا غواړي
Jan 29, 2025 02:24په افغانستان کښې د طالبانو د صنعت او تجارت وزیر له ایران سره د سوداګرۍ د پراخولو لپاره د هلوځلو خبر ورکړی دی.
-
د افغانۍ او نورو اسعارو په وړاندې د ډالر د ارزښت د کمولو هلې ځلې روانې دي
Jan 29, 2025 02:19د افغانستان بانک خبر ورکړی، چې غواړي سبا چهارشنبه د داوطلبۍ له لارې ۲۷ میلیونه امریکايي ډالر د لیلام په ډول وپلوري.
-
ننګرهار کې یوخصوصي روغتون له ښوونکو او متقاعدو کارکوونکو څخه د ډاکتر فیس دنه اخیستلو پریکړه کړې ده
Jan 28, 2025 08:42تهران راډیو ـ د روغتون چارواکي وایی دا ګام یې د ښوونکو اومتقاعدو کارکوونکو اقتصادي ستونزو په پام کې نیولو له امله پورته کړی دی
-
د عراقچي سفر د طالبانو د رسمیتپېژندنې په مانا نه دی
Jan 28, 2025 07:43په کابل کې د ایران د اسلامي جمهوریت سفیر عليرضا بېکدلي» وايي چې افغانستان ته د دغه هېواد د بهرنیو چارو وزیر سېدعباس عراقچي سفر د طالبانو د رسمیتپېژندنې په مانا نه دی.
-
تاجکستان دې د افغان کډوالو ایستل ودروي
Jan 28, 2025 02:41له تاجکستان څخه تیره میاشت لسګونه افغان کډوال خپل هېواد ته استول شوي او اوس د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمیشنرۍ له دغه هېواده غوښتي چې د افغان کډوالو ایستل دي پای ته ورسوي.
-
د ایران خصوصي سکټور افغانستان کې پانګونې ته لېوالتیا ښودلې
Jan 28, 2025 02:17د صنعت او سوداګرۍ سرپرست وزیر نورالدین عزیزي د ایران د خصوصي سکټور له راغلي پلاوي سره کتلي دي.
-
بریټانیا د سلګونه افغانانو د کډوالۍ غوښتنې رد کړې
Jan 28, 2025 02:03د رسنیو په حواله، د بریټانیا حکومت د هغو افغانانو د کډوالۍ غوښتنلیکونه رد کړل، چې ټرمپ یې د الوتنو مخه نیولې وه.
-
له طالبانو سره پر اړیکو سربېره، د افغانستان له اړخه جدي ننګونې شته
Jan 27, 2025 02:37زمونږ خبریال راپور راکړی د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي کابل ته د خپل سفر او د طالبانو له چارواکو سره د کتنو په لړ کې اعلان کړی چې د افغانستان له لوري ځینې اندیښنې شته چې باید حل شي.