-
د اسټرالیا هیواد ځینو پوځي قوماندانانو خپل میډالونه وبایلل
Sep 12, 2024 11:27زمونږ خبریال راپور راکړی د استرالیا ځینو پوځي قوماندانانو په افغانستان کې د جنګي جنایتونو له امله خپل مډالونه له لاسه ورکړل.
-
طالبان او القاعده په ګډه او په یوه خاوره کې فعالیت کوي
Sep 12, 2024 11:16زمونږ خبریال راپور راکړی د امریکا د ولسمشریزو ټاکنو لپاره د ريپبلیکن ګوند د نوماند ډونالډ ټرمپ مرستیال جي ډي ونس وایي چې طالبان او القاعده په ګډه په افغانستان کې فعالیت کوي.
-
د ټاپي او نورو پروژو له اړخه به په کال کې یو میلیارد ډالر ګټه افغانستان ته ورسېږي
Sep 12, 2024 06:01د ترکمنستان ولسمشر پرون د ټاپي او څو نورو پروژو په پرانیستونکو مراسمو کې وویل، د دغو مهمو پروژو تطبیق نه یوازې د ترکمنستان او افغانستان د ګټو لپاره، بلکې د سیمې د ګټو لپاره هم مهم دی.
-
د پکتیا په ځاځي اریوب کې یوې مېرمنې په خپل شخصي لګښت روغتون جوړ کړی
Sep 12, 2024 05:55د پکتیا د ځاځي اريوب ولسوالۍ اړوند په سرګل کلي کې يوې مېرمنې او د هغې د خاوند او زامنو له لورې په شخصي لګښت يو مجهز روغتون جوړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو.
-
طالبان: د بشري حقونو شورا راپور له پلویتوبه ډک دی
Sep 11, 2024 04:08د طالبانو د وياند مرستيال د افغانستان په اړه د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د شورا پر وروستي راپور نيوکه وکړه او هغه يې يو طرفه او له اعتباره خالي وباله.
-
ازبکستان د افغانستان اومه تېل تصفیه کوي
Sep 11, 2024 03:56د طالبانو حکومت له ازبکستان سره یوې موافقې ته رسېدلی چې پر اساس یې د افغانستان اومه تېل د ازبکستان د فرغانې د تېلو په چاڼځای کې تصفیه کېږي.
-
د پاکستان او افغان ځواکونو ترمنځ سرحدي بیا سرحدي نښتې پیل شوي
Sep 10, 2024 12:03ځايي سرچينې وايي، چې نن له غرمې وروسته د خوست په ځاځي ميدان ولسوالۍ کې د طالبانو او پاکستاني پوله ساتو ترمنځ نښته شوې ده.
-
انډونیشیا :د ښځو او نجونو د کار او تعلیم په اړه د طالبانو اقدامات اسلامي دلیل نه لري
Sep 10, 2024 09:10اندونیزیا وايي چې طالبان د ښځو او نجونو د تعلیم او مخ پر شا ګامونو لپاره هیڅ اسلامي دلیل نه لري.
-
د طالبانو د پوهنې وزیر له تعلیمي مرکزونو څخه د «حنفي فقهې خلاف کتابونو» راټولولو امر کړی
Sep 10, 2024 04:15د طالبانو د پوهنې وزیر حبیب الله اغا د کابل او نورو ولایتونو د پوهنې رئیسانو ته امر کړی، چې د ټولو تعلیمي مرکزونو کتابتونونه وڅاري.
-
په افغانستان کې د صادراتو کچه د تېر کال په پرتله ۱۰ سلنه کمه شوې
Sep 10, 2024 03:59د افغانستان د صنعت او سوداګرۍ وزارت چارواکي وایي، چې د روان کال په لومړیو پنځو میاشتو کې افغانستان له یوشمېر هېوادونو سره ۴ میلیارده او ۶۰۰ میلیونه ډالره سوداګریزه راکړه ورکړه کړې ده.