-
د ایران اسلامی جمهوریت د افغانستان ښه ګاونډی دی
Dec 29, 2023 09:30، دافغانستان د طالبانو د حکومت د خارجه وزارت سرپرست مولوی امیر خان متقي په کابل کې د ځينو رسندویو مسئولانو او ایرانیو خبریالانو سره په خبرو کې د کابل د اوسني حکومت د بهرنی سیاست او د افغانستان د حالاتو په باب توضیحات وړاندې کړل.
-
په افغانستان کې بشري مرستو ته د اړو افغانانو شمېر ډېر شوی
Dec 29, 2023 09:00د ژمي رارسیدا او د بېوزلۍ پراخېدا د ګڼو نورو هېوادونو او بنسټونو په څېر د ملګرو ملتونو د یوې ادارې اندېښنې هم پارولې دي.
-
ننګرهار کې د الیاس نومې ماشوم قاتل ووژل شو
Dec 29, 2023 03:45په ننګرهار کې سیمهییز چارواکي خبر ورکړی چې دې ولایت کې یې هغه اختطاف کوونکی وژلی چې یوه اونۍ وړاندې یې د الیاس په نامه یو کوچنی ماشوم له اختطاف کولو ورورسته په بې رحمانه ډول وژلی و.
-
افغاستان کې پانګوالو د ۱۱میلیارډ ډالرو پانګونې لپاره چمتووالی ښودلی
Dec 29, 2023 03:18د افغانستان د سرپرست حکومت د ریاستالوزرا اقتصادي معاونیت په یوې خبرپاڼه کې ویلي چې یوشمېر کورنیو او بهرنیو پانګوالو افغانستان کې د کانونو، کرنې، روغتیا، برښنا، زیربناوو او ټراانسپورټ په ګډون بېلابېلو برخو کې د څه باندې ۱۰ میلیارډ او ۶۵۴ میلیونه ډالرو په ارزښت پانګونې ته چمتووالی ښودالی دی.
-
د سالنګ لویه لاره د هر ډول موټرو پرمخ پرانیستل شوه
Dec 29, 2023 03:03د افغانستان سرپرست حکومت د ټولګټو چارو وزارت خبر ورکړی چې د سالنګ لویه لاره یې د هر ډول موټرو پرمخ پرانیسته.
-
په کابل کښې یو ډاکټر عبدالغفار همدرد وژل شوي نور حال زمونږ خبریال راکړی دی
Dec 28, 2023 07:57زمونږ خبریال راپور راکړی د کابل امنیتي مسئولینو د کابل طبي پوهنتون د استاد ډاکتر عبدالغفار همدرد د وژل کېدو خبر ورکړی دی.
-
طالب مشرانو د کورني سیاست او پالیسو په هکله غونډه وکړه
Dec 28, 2023 06:22زمونږ خبریال راپور راکړی د افغانستان د طالبانو د ریاست الوزراء د سیاسي مرستیال محترم مولوي عبدالکبیر په مشرۍ د سیاسي کمېسیون ناسته په سپيدار ماڼۍ کې ترسره وشوه.
-
ننګرهار کښې سلګونو مجرمان او غله نیول شوي نور جزیات دلته لرو
Dec 28, 2023 06:15زمونږ خبریال راپور راکړی په ننګرهار کې امنیتي چارواکي وایي په جنایي جرمونو کې سلګونه ککړ کسان یې نیولی دي.
-
دښمنان لاهم د افغانستان خرابول غواړي
Dec 28, 2023 04:08د طالبانو د خارجه وزارت سرپرست ویلي دي چې دښمنان تراوسه د افغانستان د خرابولو په لټه کښې دي او هیڅکله ورته بې پامي نه ده پکار.
-
له نړۍ سره د اسلامي اصولو په چوکاټ کښې اړیکې غواړو
Dec 28, 2023 04:05د طالبانو ویاند: دا ډله غواړي له نړیوالې ټولنې سره د اسلامي اصولو په چوکاټ کښې داسې ښې او پیاوړې اړیکې ولري، چې په کې هیچا ته د زیان رسولو امکان نه وي.