په افغانستان کې بشري مرستو ته د اړو افغانانو شمېر ډېر شوی
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i143934-په_افغانستان_کې_بشري_مرستو_ته_د_اړو_افغانانو_شمېر_ډېر_شوی
د ژمي رارسیدا او د بې‌وزلۍ پراخېدا د ګڼو نورو هېوادونو او بنسټونو په څېر د ملګرو ملتونو د یوې ادارې اندېښنې هم پارولې دي.
(last modified 2023-12-29T04:34:12+00:00 )
Dec 29, 2023 09:00 Asia/Kabul
  • په افغانستان کې بشري مرستو ته د اړو افغانانو شمېر ډېر شوی

د ژمي رارسیدا او د بې‌وزلۍ پراخېدا د ګڼو نورو هېوادونو او بنسټونو په څېر د ملګرو ملتونو د یوې ادارې اندېښنې هم پارولې دي.

زمونږ خبریال د خبرو سرچینو له قوله راپور راکړ،د انسان دوستۍ دوستۍ له مرستو سره اړونده د ملګرو ملتونو یوه اداره اټکل کوي چې د سږ کال ژمی به ځکه سخت وي چې بشري مرستو ته د اړو خلکو شمېر زیات شوی دی.

د ژمي رارسیدا او د بې‌وزلۍ پراخېدا د ګڼو نورو هېوادونو او بنسټونو په څېر د ملګرو ملتونو د یوې ادارې اندېښنې هم پارولې دي.

په داسې حال کې چې په افغانستان کې سوړ ژمی پیل شوی، له ګاونډیو هېوادونو، په تیره بیا له پاکستانه د غیر قانونی  افغانانو پناه غواړو ډله ییزه ویستلو، ځینو طبیعي افتونو او په افغانستان کې د کاري فرصتونو نشتوالي،د یوه بل سخت ژمي نښې ګڼل شوې دي.

په افغانستان کې د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو د لویې کمېشنرۍ یا (یو این ایچ سي آر) ویاندې کارولین ګلوک له رسندویوسره په خبرو کې وویل،د افغانستان په لوړو غرنیو سیمو کې له وړاندې د واورې  ورېدل پیل شوې دي. ورځ په ورځ هوا سړېږي. په افغانستان کې د تېر کال ژمی،په تېرو ۱۵ کلونو کې تر ټولو سوړ ؤ چې په ځینو سیمو کې د هوا درجه منفي ۳۰ ته  ټیټه شوه. د سږکال ژمی به هم په هغه اندازه سخت وي چې د اټکل له مخې به د دغه هېواد دوه پر در یمه برخه وګړي بشري مرستو ته اړ وي.