-
د ایران د سفارت مرستیال د افغانستان د طالبانو له ویاند سره کتنه کړې ده
Sep 24, 2026 11:04زمونږ خبریال راپورراکړی په کابل کې د ایران د سفارت مرستیال په کندهار کې د طالبانو د حکومت له ویاند سره ناسته کړې ده
-
ننګرهار ولایت کې له اوو زرو زیات زده کوونکي ښوونځیو ته ورپيژندل شوي
Sep 24, 2026 11:00زمونږ خبریال راپور راکړی په تېره یوه میاشت کې له اوو زرو ډېر راستانه شوي زدهکوونکي په ننګرهار ولایت کې ښوونځیو ته ورپېژندل شوي دي.
-
پاکستان بیلا ځلی پر افغانستان هوایي بریدونه کړي دي
Sep 24, 2026 10:27زمونږ خبریال راپور راکړی دا په تېرو څلور ورځو کې دویم ځل دی، چې د پاکستان پوځي الوتکې د افغانستان په هوایی حریم تیري کولو سره هوایي بریدونه ترسره کوي.
-
پکتیا ولایت کې لسګونه ټنه له تاریخه لویدلي او بې کیفیته خوراکی توکي او درمل وسوزول شول
Sep 24, 2026 10:16زمونږ خبریال راپور راکړی د افغانستان د پکتیا ولایت د عامې روغتیا ریئس ډاکټر «معراج ګل عادل» وایي ۶۱ ټنه هغه خوراکي توکي او درمل چې له تاریخه لویدلي او بې کیفیته وو او د دوې د موظفیینوله لورې د دې ولایت په بېلابېلو سیمو کې راټول شوي وو په څمکنیو او زرمت ولسوالیو او د ولایت په مرکز ګردیز کې وسوزول شول.
-
پاکستان یو ځل بیا د افغانستان په درې ولایتونو هوایي بریدونه کړي
Sep 24, 2026 08:02خبري سرچینې وایي، پاکستان نن سهار یو خل بیا د افغانستان په کندهار، خوست او پکتیا ولایتونو هوایي بریدونه کړي.
-
په فاریاب کې وسلهوالو یو قومي مشر وواژه
Sep 24, 2026 05:26د افغان رسندویو له راپور سره سم په فاریاب کې ځايي سرچینې وايي چې ناپېژانده وسلهوالو یو قومي مشر وژلی دی.
-
تخار کې ترافیکي پېښه کې ۸ کسان مړه شوي
Sep 23, 2026 15:39د تخار په کلفګان ولسوالۍ کې د یوې ترافیکي پېښې له امله اته کسان وژل شوي دي.
-
کندوز کې یو ډاکټر وژل شوی
Sep 23, 2026 15:37د کندوز دشت ارچي ولسوالۍ په مرکز کې یو ډاکټر د ناپېژاندو کسانو له لوري وژل شوی دی.
-
بلوچستان کې ۱۰۳ افغان کډوال نیول شوي
Sep 23, 2026 15:32پاکستاني امنیتي ځواکونو د بلوچستان په دانا سر بایپس سیمه کې د عملیاتو پر مهال د ښځو او ماشومانو په ګډون ۱۰۳ افغان اتباع نیولي دي.
-
د افغانستان په خاوره د پاکستان حملې په اړه مرکه
Sep 23, 2026 15:26دوه ورځې وړاندې پاکستان د افغانستان په کونړ او پکتیکا ولایتونو هوایي بریدونه کړي، چې له امله یې د مالي زیانونو سربېره د سر زیان هم اوښتی.