-
د ترکیې ساحل ساتو ۳۸ افغان کډوال ونیول
Jul 28, 2025 02:30د ترکیې د رسنیو د راپور له مخې، کشتۍ چې په سپرلیو کې ۲۰ ماشومان هم شامل وو، د یونان په لور روانه وه.
-
تهران او کابل د غزې په اړه د اسلامي همکارۍ سازمان د بیړنۍ غونډې په سملاسي ترسره کیدو ټینګار وکړ
Jul 28, 2025 02:04د ایران او افغانستان د بهرنیو چارو وزیرانو د اسلامي همکارۍ سازمان د بیړنۍ غونډې په سملاسي ترسره کیدو ټینګار وکړ ترڅو د صهیونیسټ رژیم د تیري د پای ته رسولو او د مظلومو فلسطیني خلکو د ملاتړ لپاره عملي او مؤثرې پریکړې وشي.
-
متقي له نړیوالو وغوښتل چې بیړنۍ بشري مرستې په اوږدمهالو پراختیايی پروژو بدلې کړي
Jul 27, 2025 04:00تاند خبري سایټ لیکلي د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر، امیرخان متقي له ملګروملتو وغوښتل چې د بیړنیو مرستو پر ځای له افغانستان سره د پرمختیايی پروژو لپاره مرسته وکړي.
-
افغانستان د سیمې له هیوادونو سره ټرانسپورټي همکارۍ پراخې کړې
Jul 27, 2025 03:54د افغانستان د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت وایي، چې افغانستان تېر کال له اووه ګاونډیو او سیمهییزو هېوادونو سره ټرانسپورټي هوکړهلیکونه لاسلیک کړي دي .
-
په پاکستان کې افغان کډوال د پراخې اېستنې له ګواښ سره مخ دي
Jul 26, 2025 11:09زمونږ خبریال راپور راکړی د پاکستان پولیسو د افغان کډوالو د ویزو د غځېدو بهير له درېدو وروسته، د اسلامآباد او راولپنډۍ په اړوند سيموکې د نیولو او جبري اېستلو بهیر چټک کړی دی.
-
هند افغانستان ته د سي پیک له پراخېدو سره مخالفت وکړ
Jul 25, 2025 12:20د افغان رسندویو له راپور سره سم ، هند افغانستان ته د چین–پاکستان اقتصادي کوریډور (CPEC) د پراخېدو محالفت وکړ او هغه یې «نه منونکی» اقدام وباله.
-
طالبان : راستنېدونکي کډوال ټول د عفوې له فرمانه برخمن دی
Jul 25, 2025 08:26دا غبرګون داسې مهال ښودل کېږي، چې تر دې وړاندې یوناما په خپل راپور کې ویلي وو، چې افغانستان ته راستنېدونکي کډوال په ځانګړي ډول ښځې، نظامیان،د جمهوریت د دورې کارکوونکي او خبریالان د طالبانو له لوري له سختې ځورونې او خپل سرو نیونو سره مخ دي.
-
طالبانو ته د مسکو سفر رسمي بلنه ورکړل شوه
Jul 24, 2025 12:09د روسیې بهرنیو چارو وزیر سرګئي لاوروف د طالبانو د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیر خان متقي ته د تلیفیوني اړیکې پر مهال دغه هېواد ته د رسمي سفر ترسره کولو بلنه ورکړې.
-
حامدکرزي په کانکور کې د افغان نجونو پر نه شتون خواشیني ښودلې
Jul 23, 2025 04:10د افغانستان پخواني ولسمشر، حامد کرزي د ۱۴۰۴ کال په کانکور ازموینه کې له لومړۍ تر ۵ مې درجې بریالیو هلکانو ته مبارکي ورکړې.
-
امیرخان متقي د اسلامي نړۍ د همغږۍ ټولنې له مشر سره وکتل
Jul 22, 2025 03:49د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي په کابل کې د اسلامي نړۍ د همغږۍ ټولنې له سرمنشي شیخ محمد بن عبدالکریم العیسی سره په لیدنه کې د دوه اړخیزو اړیکو پر پیاوړتیا خبرې کړې دي.