-
امیرخان متقي پاکستان ته ځي
May 30, 2025 10:41د پاکستان رسنۍ وایي، د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي به ژر اسلاماباد ته سفر وکړي.
-
طالبانو د ننګرهار له بند خونې ۳۱۷ تنه ازاد کړل
May 30, 2025 10:38طالبانو ویلي، چې د نیکمرغه لوی اختر په مناسبت دغه ډلې د مشر ملا هیبت الله اخوندزاده د فرمان له مخې یې د ننګرهار له محبس څخه ۳۱۷ تنه بندیان ازاد کړل.
-
د طالبانو مشر د پکتیکا مسوولینو ته: له خلکو سره نرم چلند وکړئ
May 30, 2025 10:36د طالبانو مشر ملا هیبت الله د پکتیکا د مسوولینو په روزنیز سمینار کې، چې کندهار کې جوړ شوی و، ګډون کړی او مسؤلین یې له خلکو سره ښه چلند ته را بللي دي.
-
د ایران او افغانستان د ترانزیټ او سوداګرۍ په ودې کې د دوغارون رول
May 29, 2025 10:25د ایران د د خراسان رضوي ولایت د نړیوالو ټرانسپورتي شرکتونو د اتحادئې مشر د فعالو شرکتونو د شمېر زیاتوالي ته په اشارې سره، د دوغارون سرحد د هیواد په ختیځ کې د اقتصادي مرکز په توګه مهم وباله او د ایران او افغانستان د سوداګرۍ په پراختیا کې ئې پر رول ټینګار وکړ.
-
سعودي عربستان د ایران د ګاونډیتوب په سیاست کې ډېر مهم ځای لري
May 29, 2025 10:06عباس عراقچي په یولدړ څرګندونو کې زیاته کړه،په اوس وخت کې له سعودي عربستان سره اړیکې د یوې رامنځته شوې مسئلې له امله جدي پاملرنې ته اړتیا لري.
-
افغان طالبانو د روسيې د سرزورو ډلو په اړه خبرداري ته ځواب ووایه
May 29, 2025 09:46په افغانستان کې د ۲۰ سرزورو ډلو د شتون مفکوره د امریکائي نیواک پر مهال د استخباراتي موخو لپاره رامینځته شوې وه. هیڅوک دې د افغانستان له اړخه د خطرې په اړه اندېښنه نه لري.
-
په کندهار او زابل ولایتونو کې ستنو شویو کډوالوته د هستوګنو ښارګوټو دویمی برخې،ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې
May 29, 2025 08:55د ښار او کورجوړولو سرپرست وزیرمولوي حمدالله نعمانی وویل تر اوسه دهیواد په پنځه ویشت ولایتونوکې ستنو شویو کډوالو ته دسرپناه په موخه ښارګوټي ځانګړې شوي او عملا پکې د مځکو د ویش لړۍ دوام لري
-
له پولیو او ټولو ساري ناروغیو سره مبارزه زموږ لومړیتوب دی
May 28, 2025 12:50زمونږ خبریال راپور راکړی دافغانستان د طالبانو د عامې روغتیا وزیر نور جلال جلالي وايي چې له پولیو او ټولو ساري ناروغیو سره مبارزه د دغه وزارت له لومړیتوبونو ده.
-
طالبان غواړي د افغانستان د ملي توکو تولید زیات کړي
May 28, 2025 03:54که څه هم طالبانو ویلي چې هڅه کوي په افغانستان کې کورني تولیدات زیات کړي، خو احصایې ښیي چې د هیواد ۹۰ سلنه بازار د بهرنیو توکو په لاس کې دی.
-
د امریکې «د بمونو د مور» پایلې لاهم افغانان ځوروي
May 28, 2025 03:47په افغانستان باندې د بمونو د مور له غورځولو څخه اته کاله وروسته، زیاتره کلیوال د څرمنې او روغتیا له ستونزو سره مخ دي.