افغانستان او پاکستان په تیرې اونئ کې
د تهران د پښتو خپرونې خوږو مینه والو په دې شیبو کې په تیرې اونۍ کې د افغانستان او پاکستان دځینو مهمو بدلونونو په باب له اونیز پروګرام سره ستاسو په خدمت کې یوو ،په پیل کې درته ددغو هیوادونو د ځینو مهمو پيښو په باب یوه لنډه شان خلاصه درآورو، بیا هم رابولوو،د ځينو موردونو په باب دتحلیلي برخې آوریدو ته .
*/*/*/*/
د ایران د خدای بخښلي ولسمشر دجنازې درنښت د نړیوالو مشرانوپه تیره بیا د پاکستان او افغان مشرانو شتون
*/*/*/
په افغانستان کې د شهید آیت ا...ریسي درنښت او د خلکو ولوله
*/*/*/*/
او په پاکستان کې د شهید آیت ا... ریسي په یاد او درنښت کې د قرآن د ختم او درنښت دستورې او ویر او ماتم په تیرې اونئ کې د افغانستان او پاکستان ځینی مهمې پيښې وې ، نو اوس مو هم رابولو د تحلیلي برخې آ وریدو ته ..
********************
خوږو دوستنانو په تیرې اونۍ کې د ایران د اسلامی جمهوریت د خدمت د شهید ابراهیم ریسي او ورسره د نورو ملګرو شهیدانو دجنازې د درنښت په دستور کې د ګډون لپاهر د نړۍ لسګونو هیوادونو د مشرانو او لوړپوړو چارواکو له شتون سره په یووخت د افغانستان او پاکستان لوړپوړو پلاؤ هم په دغو دستورو کې شتون درلود. د افغانستان د سرپرست حکومت د ریس الوزرا مرستیال ملاعبدالغني په مشرۍ یو لړ پوړی چې خارجه وزیر امیر خان متقي ئې هم په سرکې ؤ، په دغو دستورو کې شتون درلود.
په تیرې اونۍ کې د افغاسنتان لوړپوړو چارواکو او شخصیّتونو د چورلکې په پيښې کې د خدای بخښلي ولسمشر ابراهیم رئیسی او د هغه د ملګرو د شهادت په مناسبت د افغانستان په کابل کې د ایران په سفارت کې شتون درلود او ددغوشهیدانو درنښت ئې وکړ.
د ایران داسلامی جمهوریت د خارجه وزارت د اعلان په اساس دافغانستان ځیني لوړپوړي چارواکو او همدرااز په کابل کې دیره ډيپلوماټانو د اسلامی ایران د خداي بخښلي ابراهیم ریسي او دورسره د ملګرو د شهادت په باب دخپل تسلیّت وئيلو او د خواخوږئ د څرګندونو په خاطر په کابل کې د ایران په سفارت کې حاضر شول او د ولسمشر ،خارجه وزیر حسین امیر عبداللهیان او ورسره د ملګرود یاد او خاطرو په رجسټر کې ئې خپل نظرونه ولیکل.
همداراز په کابل کې د ایران د سفارت له خوا د خدمت د شهیدانو آیت ا... رئیسي او دهغه دملګرو په مدح کې د افغانستان یوه شاعر نجیب بارورشعرونه خپرۀ کړل.
بمان برادر من، وقت، وقت رفتن نیست
بمان، شتاب مکن، وقت، وقت مردن نیست
هنوز جنگ من و جنگ ما تمام نشد
هنوز فرصتِ اینگونه رختبستن نیست.
د افغاسنتان د پخواني حکومت دملی مصالحې دعالی شورا د وخت مشر عبدا... عبدا.... ووئيل چې د ایران د اسلامی جمهوریت په سفارت کې ئې د ایران داسلامی جمهوریت د خدای بخښلی ولسمشر او ورسره د ملګرو د شهادت په مناسبت د خپل تسلیّت په باب خپل مراتب او خواخوږي څرګنده کړې او د یاد او خاطرو په رجسټر کې ئې خپل نظر لیکلی دی . پر دې سربیره، د افغانستان ولس هم د ایران د اسلامی جمهوریت د و لسمشر او خارجه وزیر په شهادت د افسوس په ښودلو سره ځانونه د ایران د ملت او حکومت په غم او ویر کې شریک وبلل.
د ایران د اسلامی جمهوریت د خداي بخښلي ولسمشر او خارجه وزیر له شهادت وروسته د افغانستان ډیری خلکو په سوشل میډیا کې ددغې زړه راکښونکې پیښې باندې غبرګونونه وښودل څو یو ځل بیا ثابته کړي چې د ؛ ګاونډيتوب په دود او دستورو؛ د وه همپوله ملتونه په سختو شرائطو کې د یوه بل ترڅنګ ولاړ دي.
د ایران د اسلامی جمهوریت د خدای بخښلی ولسمشر او ورسره د ملګرو له شهادت وروسته د افغانستان د ټولنې ډیری عالمانو، کلتوریانو،پوهنتوني او حوزوي استاذانو محصیلینو، د میرمنو د حقوقو فعالانو، سیاسی او کلتوری کارپوهانو او مختلفو پرګنو په ټولنیزو چینلونو کې د تسلیّت په پیغامونو خپرولو سره په دغې پیښې غبرګونونه وښودل.
د افغانستان د ټولنیزو چینلونو یو فعال علی اندیشمند شریفی پخپلې ایکس پاڼې کې د ایران ولس ته دتسیلیّت په وئيلو سره ولیکل، ژوند فاني کیږي، خو هغه څه چې باقي پاتې دي ، د انسان روح، فکر او عمل دی چې په انسانانو کې به د خاطرو په توګه باقي پاتې شي.آیت ... ابراهیم ریسي پخپله لاړ، خو د قرآن کریم په باب ئې په ملګروملتو کې وینا او د غزې له مظلومو خلکو څخه ئې په ملاتړ کې چلند باقي پاتې شو.
د افغانستان د ټولنیزو چینلونو یوه بل فعال سید مجبتی باسط په خپل ټولنیز چینل کې لیکلي دي،جناب ښاغلیه ابراهیم ریسي! زمونږسلام سردار شهید قاسم سلیماني ته ورسوه.
د افغانستان په سرپل ولایت کې یوه دیني او کلتوري فعال سید علی عالمي زاده هم په یولړ څرګندونو کې د آیت ا... رئیسي شهادت ، د اسلام پر کړیدلي بدن یو ژور زخم دی.
د افغانستان د میرمنو د حقوقو یوې فعالې محدثه محمدي په تور رنګ خپل ایکس پاڼې د پروفایل د زمینې د عکس په بدلولو سره ولیلکل؛ آیت ا.. ریسی ستاسو منندوي یوو چې کله ئې د قرآن کریم بې احترامي کوله،نو تاسو په ملګروملتو کې قرآن کریم پورته کړ او د قرآن کریم دفاع مو وکړه او ومووئیل، چې دا یو حقیقت دی او حقیقت هیڅکله هم په سوځولو سره او یا په تحریفولو سره له مینځّه نه ځي د انسانیّت لپاره یو درس دی او ددغه آسماني کتاب بې احترامي د انسانیّت بې احترامي ده ، او تاسو د ټولو مسلمانانو زړونه خوشاله کړل او ولوله مو ډالۍ کړه.
له بل پلوه د افغانستان د طالبانو د سرپرست حکومت لوړپوړو چارواکو په مختلفو اعلامیو کې د ایران له چارواکو او ولس سره همدردري وښودله او د آیت ا... ریسي په شهادت ئې تسلیّت ووایۀ.
له دې وروسته چې په ملګروملتو مرکز کې آیت ا... رئیسي د خپلې وینا په وخت قرآن په لاسونو کې پورته کړ، د قرآن بې احترامي ئې د انسانیّت د اصولو خلاف وبلله ، نو د افغانستان په ولس کې ئې لازیات محبوب شو .
آیت ا... سید ابراهیم رئیسي قیز قلعه سی ډیم د مخ کتنې له دستورو د تبریز ښار په لور په بیرته ستنیدا کې د ایران د آذربایجان شرقي ولایت په ورزقان سیمې کې،د آب وهوا د خرابیدا له امله ئې چورلکه له پيښې سره مخ شوه او په هغې چورلکې کې د ایران د خارجه وزیر پشمول له یو شمیر ملګرو سره یو ځاي د رئوف امام حضرت علی ابن موسی ا لرضا علیه السلام د نیکمرغه میلاد په شپې د شهادت خوږ شربت وڅښۀ.
د سیاسی چارو یو کارپوه علی شریفي نیا په دې باب وائي؛ افغانستان او ددغه هیواد مسلمان ولس د ا یران دتمدني حوزې برخه دي او تل د یوه بل په غم او ښادئ کې سره شریک دي . په همدې خاطر د ایران د اسلامی جمهوریت د خدای بخښلي شهادت د افغانستان په خلکو کې پراخ انعکاس درلود او د وي هم په مختلفو طریقو سره د خپلو احساساتو په څرګندولو سره هڅه کړې چې وښئ ، د ایران د ولس ترڅنګ دي او ځانونه د خپل محبوب ولسمشر د له لاسه ورکولو په غم کې شریک ګڼي.::
په تیرې اونۍ کې په پاکستان کې هم بدلونونه او پيښې د ایران د اسلامی جمهوریت د خداي بخښلي ولسمشر او ورسره دملګروملتو د شهادت تر اغیزو لاندې وو. په دې مناسبت تر دې دمه ددغه هیواد په مختلفو لسګونو ښارونو او ښارګیو کې ددوي د یاد اوخاطرو په خاطر د قرآن د ختم او خاطرو د درنښت دستورې ترسره کیږي.
د اسلامی انقلاب ستر لارښود حضرت آیت ا...العظمی سید علي خامنه اي تیره اوڼۍ د پاکستان له لومړي وزیر شهباز شریف سره په کتنې کې چې د خدای بخښلي ولسمشر ابراهیم رئیسي د جنازې د درنښت په دستورو کې د ګډون لپاره د یوه لوړپوړي پلاوي په مشرۍتهران ته راغلی ؤ،ټينګار وکړ، پاکستان ته د ابراهیم رئیسي وروستی سفر ددواړو هیوادونو په اړیکو کې مهم ټکی کیدلی شي او د ملګرتیاؤ او موافقو لاره به تعقیب کړي.
حضرت آیت ا... العظمی سید علی خامنه اي د پاکستان له لومړي وزیر شهباز شریف او ورسره پلاوي سره په دغې کتنې کې د پاکستان د ورور ملت او حکومت دهمدردرۍ او غمشریکئ په څرګندولو د زړه له کومې په منننې سره ووئيل، د ایران د اسلامی جمهوریت لپاره له باکستان سره اړیکې ډير اهمیّت لري او دغه هیواد ته بشپړ د ورورولۍ نظر لری ، خو په تیرو کلونو کې ددواړو هیوادونو له یولړ ټيټو هسکو سره یو ځای وې او مونږ باؤري یوو د پاکستان په نوي حکومت کې ددغو اړیکو بیا اوج ته د رسیدا امکان شته دی .
د اسلامی انقلاب معظم لارښود له پاکستان سره د اړیکو پر اهمیّت د خدای بخښلي ولسمشر ښاغلي رئیسي ټينګار ته په اشارې سره ووئیل، پاکستان ته د رئیسی وروستی سفر ددواړو هیوادونو په اړیکو کې د بدلانۀپيچومی کیدلی شي. او دایران د اسلامی جمهوریت د ولسمشرۍ کفیل ډاکټر مخبر به دملګرتیاؤ او موافقو لاره تعقیب کړي.
حضرت آیت ا... العظمی سید علی خامنه اي ووئیل، د وروڼو هیوادونو ترمینځ دوستانه ارتباطات همیشه په آسانۍ سره پر مخ نه ځي او باید پر خڼډونو بریالي شو او د ملګرتیاؤ پرمختګ په جدیّت سره او په عمل کې تعقیب شي.
د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف هم په دغې کتنې کې پاکستان ته د خدای بخښلي ابراهیم رئیسي څه مودې مخکې سفر ډير ګټه ور او د لارې د نقشې او اړیکو د لاپراختیا زمینه جوړونکی وبالۀ او هیله ئې وښودله چې په مختلفو زمینو کې اړیکې لوړې شي.
د پاکستان د اسلامی نظریاتي کونسل یا شورا مشر او د اهل تسنن یو غوره دینی عامل د ایران د شهید ولسمشر تفکرات د نړۍ دمسلمانانو د انسجام او وحدت لپاره یو ځلانده مشال وباله او ټينګار ئې وکړ، په ملګروملتو کې د خدای بخښلي آیت ا.... ریسي وینا هغه ، داسلام او قرآن ددفاع اتل باندې بدل کړ.
د نعمیه مذهبی مدرسې مشر علامه راغب حسین نعیمي چې په همداروستیو کې د پاکستان د اسلامی نظریاتي کونسل یاشورا مشر هم غوره شوی دی ، د چورلکې د نسکوریدا په پيښې کې ئې د آيت ا... ریسي او دهغه د ملګروملتو په شهادت پسې په لاهور کې دا یران د اسلامی جمهوریت د کتلوري خونې ته د تسلیّت وئیلو لپاره لاړ او د ایران له کلتوری آتاشي او د کتلوري خونې له مسئول اصغر مسعودي سره ئې کتنه وکړه.
د اهل تسنن دغه دینی عالم د ایران له ملت سره د همدردۍ په څرګندولو سره ووئیل، آیت ا... ریسي په خپلې عقیدې او آئيدیالو جۍ کې کلک او ټینګ ؤ او همداراز د حضرت آیت ا... العظمی سید علی خامنه اي د خاص اعتماد وړ هم ؤ.
هغه د ایران خداي بخښلی ولسمشر له قرآن او د اسلامی ارزښتونو په دفاع کې د اسلامی نړۍ اتل او شجاع رهبر وباله او وې وئيل، په ملګروملتو کې د هغه وینا ، هغه ، د غزې ا و فلسطین په یوه شجاع او د اسلامی نړۍ په اتل بدل کړ. د آیت ا... رئیسي شهادت نه یوازې د ایران لپاره بلکې د پاکستان د ولس لپاره او د اسلامی نړۍ لپاره هم یو دردمند او زړه سوانده ؤ ،نو ځکه منږ هم په دغې لوئې غمیزې کې د ایران له قدرمن ملت سره په دغه غم کې باربر شریک یوو. .
=- د تهران د پښتو خپرونې خوږو مینه والو ددغه مطلب وخت هم همدومره ؤ نو تر بل پروګرام پورې مو په نیاؤمن خداي سپارو.....
(سیماب)
*******************************************************************************************************************************************************************************