May 26, 2024 06:36 Asia/Kabul
  •  ایران په تېره اونۍ کې

د تهران د پښتو خپرونې درنو او قدرمنو مینوالو په دې شېبو کې د ایران په تېره اونۍ کې له اونیز پروګرام سره ستاسو په خدمت کې یو، هیله ده چې د استفادې وړ مو وګرځي.

په یوه تر ټولو ناوړه تاریخي پېښه کې، د یکشنبې په ورځ (د ۲۰۲۴م کال د می د میاشتې په ۳۰ مه نېټه) د ایران د اسلامي جمهوریت د ولسمشر سید ابراهیم رئیسي چورلکه د ایران په شمال لوېدیځ کې د یوه بند له پرانیستلو وروسته، د راستنېدو پر مهال له هوایي پېښې سره مخ شوه او وغورځېده، چې له امله یې د ایران د اسلامي جمهوریت ولسمشر، د بهرنیو چارو وزیر حسین امیرعبداللهیان، د تبریز د جمعې امام، د ختیځ آذربایجان والي او ورسره مل پلاوی د شهادت لوړ مقام ته ورسېدل.  

د شهید ولسمشر او د هغه د ملګرو د جنازې مراسم، د چهارشنبې په ورځ د میلیونونو خلکو او چارواکو په حضور کې د اسلامي انقلاب د معظم رهبر په امامت، د شهیدانو د جنازې له ادا کولو وروسته، د تهران له پوهنتون څخه د آزادۍ تر میدان پورې ترسره شول او بیا د هغوی جنازه بیرجند ښار او بیا مشهد ښار ته ولیږدول شوه. په دغه ښار کې هم د پنجشنبې په ورځ د خلکو په پراخ ګډون سره د جنازې مراسم ترسره شول او د ایران د اسلامي جمهوریت د اتم ولسمشر  جنازه د اهل تشیع د اتم امام حضرت امام رضا علیه السلام د حرم په څنګ کې خاورو ته وسپارل شوه.

د پنجشنبې په ورځ هم په تهران کې د امیر عبداللهیان جنازه، د بهرنیو چارو د وزارت له ودانۍ څخه د درناوي له مراسمو وروسته، د تهران په سویل او د رې په ښار کې خاورو ته وسپارل شوه.

 له ۹۰ څخه زیات د هېوادونو مشرانو او لوړ پوړو چارواکو په تهران کې په خپل حضور سره، د شهید ولسمشر او ورسره مل پلاوي ته درناوی وکړ.

د ایران د اسلامي جمهوریت د شهید ولسمشر او د بهرنیو چارو د وزیر او ورسره مل پلاوي د درناوي لپاره هم په ژنو کې د ملګرو ملتونو په ودانۍ کې بیرغ نیمه ځوړند شو.

په همدې مناسبت، د اسلامي انقلاب د معظم رهبر حضرت آیت الله خامنه يي له لورې د شنبې په ورځ د غبرګولي په پنځمه نېټه په تهران کې د نمانځنې یوه غونډه جوړه شوه.

حضرت آیت الله خامنه يي د دوشنبې په ورځ په یوه پیغام کې، د الوتکې د غورځېدو په پېښه کې د ایران د اسلامي جمهوریت د ولسمشر سید ابراهیم رئیسي، د بهرنیو چارو د وزیر حسین امیرعبداللهیان، په ختیځ آذربایجان کې د ولي فقیه د استازي حجت الاسلام والمسلمین آل هاشم، د ختیځ آذربایجان د والي ډاکټر رحمتي او د دوی ګرانو ملګرو د شهادت له امله تسلیت وویلو او په دې تړاو یې پنځه ورځنی ماتم اعلان کړ.

د اسلامي انقلاب معظم رهبر وفرمايل: ګران رئيسي ستړیا نه پېژندله.

په دې غمجنه پېښه کې د ایران ملت، یو مخلص او با ارزښته خدمتګار له لاسه ورکړ. د هغه لپاره د خلکو هوساینه او رضایت، چې د خدای له رضایت څخه سرچینه اخلي، تر هر څه غوره وو، له دې امله، د ځینو بدخواوو کسانو  ناسپاسۍ او طعنو، د چارو د سمون او اصلاح لپاره د هغه د شپې او ورځ کار کولو خنډ نه ګرځېدلو.

په دغه پیغام کې همدارنګه ویل شوي: د اساسي قانون د ۱۳۱ مادې له مخې، ښاغلی محمد مخبر د اجراییه قوې د مدیریت دنده پر غاړه لري او مکلف دی، چې د تقنیني او قضايي بنسټونو له رئیسانو سره، یو پلان جوړ کړي ترڅو په راتلونکو پنځوسو ورځو کې نوی ولسمشر وټاکل شي.

د مختلفو هېوادونو لوړ پوړو چارواکو د چهارشنبې په ورځ د اسلامي انقلاب له معظم رهبر سره په کتنه کې، د خپل حکومت او ملت په استازیتوب، حضرت آیت الله خامنه يي او د ایران ملت ته د ولسمشر او د بهرنیو چارو د وزیر او د هغوی د ملګرو د شهادت له امله خپله خواخوږي څرګنده کړه.

د تونس ولسمشر، د لبنان د پارلمان مشر، د قطر امیر، د پاکستان لومړي وزیر، د فلسطین د حماس د سیاسي دفتر مشر، د عراق لومړي وزیر او د ارمنستان لومړي وزیر  هغه بهرني چارواکي وو چې د چهارشنبې په ورځ په تهران کې د اسلامي انقلاب له معظم رهبر سره وکتل.

حضرت آيت الله خامنه يي د قطر له امير تميم بن حَمَد آل ثاني او ورسره مل پلاوي سره په کتنه کې، په وروستۍ غمجنه پېښه کې د قطر له خواخوږۍ په مننې سره، د دواړو هېوادونو ترمنځ د همکاريو د پراختيا په دوام يې ټینګار وکړ.

هغوی د رئیسي په شان د یوه جامع ولسمشر له لاسه ورکول ګران کار وباله او وویل: له دې نشتون سره سره به، د هېواد په حرکت کې بدلون را نه شي او د ایران او قطر ترمنځ د ګټو او اعتماد هماغه روحیه چې د مرحوم ولسمشر په دوره کې موجوده وه، د ښاغلي ډاکټر مخبر له لورې به هم دوام وکړي.

حضرت آیت ا... العظمی خامنه يي د تونس له ولسمشر او ورسره پلاوي سره په کتنه کې، د وروستۍ پېښې په اړه د ښاغلي قیس سعید د ورورګلوۍ او مخلصانه احساساتو په قدرونې سره وویل: د ولسمشر او د چارواکو د یوې ډلې د له لاسه ورکولو پېښه، درنه ده، خو د اسلامي جمهوریت په زمانه کې مو تل لیدلي چې د الهي حکمت پر بنسټ او د خلکو په صبر او استقامت سره، ترخې پېښې د پرمختګ او حرکت سرچېنه ګرځېدلې ده.

د اسلامي انقلاب معظم رهبر همدارنګه د دغه هېواد د ولسمشر د سفر له امله د ایران او تونس د تعلقاتو پر نوي کېدو د خوښۍ په څرګندولو سره زیاته کړه: د تونس هېواد د مشر په توګه د قیس سعید په شان د مخکښ او علمي شخصیت شتون، د دې هېواد د راتلونکي لپاره یو فرصت دی، چې له کلونو استبدادي واکمنۍ او له اسلامي نړۍ سره د اړیکو له پرېکون وروسته، له خپله ځانه یوه نوې او غوره څېره نندارې ته وړاندې کړي.

حضرت آیت ا... العظمی خامنه يي همدارنګه د حماس غورځنګ د سیاسي دفتر له مشر اسماعیل هنیه او ورسره پلاوي سره په کتنې کې ټینګار وکړ: د صهیونیسټي رژیم د له منځه وړلو لپاره د خدای وعده به پوره شي.

د اسلامي انقلاب معظم رهبر د چهارشنبې په شپه د شهید ډاکټر رئیسي کور ته په ورتګ او د هغه له کورنۍ سره  د لیدنې ترڅنګ، مرحوم ولسمشر یې د اسلامي انقلاب د شعارونو ښکاره بېلګه او له هغوی سره د خلکو د مینې څرګندول یې نړۍ ته د اسلامي جمهوریت په ګټه یو پیغام یاد کړ.

حضرت آیت الله خامنه يي د ولسمشر د جنازې په مراسمو کې د خلکو شتون ته په اشارې سره چې له بهرنیو میلمنو څخه هم پټ نه دی، هغه یې د اسلامي جمهوریت په حق کې نړۍ ته یو پیغام وباله، چې د اسلامي جمهوریت ولسي ریښې او د هغه قوت یې څرګند کړ؛ هغه ځواک او قدرت چې د ایران په ټولنه او ملت کې ژورې ریښې لري.

د اسلامي انقلاب معظم رهبر د دغې لیدنې په دوام کې، پر دې باندې په ټینګار سره چې د مرحوم ولسمشر صادقانه خدمتونه یوازې د هغه په ​​ژوند پورې محدود نه دي، زیاته کړه: ښاغلي رئیسي له وفاته وروسته هم هېواد ته د قدر وړ خدمتونه ترسره کړل.

د ایران د اجراییه قوې مشر«محمد مخبر» د سوریې له ولسمشر«بشاراسد» سره په ټلفوني خبرو کې، د عمومي ماتم اعلانولو او همدارنګه د شهید ابراهیم رئیسي د جنازې په مراسمو کې د دغه هېواد د لومړي وزیر او د هغه د پلاوي د شتون له امله د مننې ترڅنګ زیاته کړه، چې سوریه د ایران د خلکو یوه ستراتیژیکه او دایمي ملګرې ده.

مخبر ټینګار وکړ: په وروستۍ هوایي پېښه کې د ایران ملت دوه اغېزمن شخصیتونه ولسمشر او د بهرنیو چارو وزیر له لاسه ورکړل، خو د ایران ټول بنسټونه او ادارې د پخوا په شان خپلې دندې ترسره کوي او دا د اسلامي جمهوریت د قوي چوکاټ او د اسلامي انقلاب د ستر لارښود د عالمانه  رهبرۍ نښه ده.

په همدې حال کې د ایران د اجراییه قوې مشر ټینګار وکړ چې د ایران حکومت د تېر په شان، د مقاومت له محور په تېره بیا د سوریې له خپلواکه هېواد څخه د بشپړ ملاتړ لپاره پر خپلو ژمنو ولاړ دی.

په یو بل خبر کې، د سعودي عربستان ولیعهد«محمد بن سلمان» د جمعې په مازدیګر له محمد مخبر سره په ټلفوني اړیکه کې، د شهید ولسمشر آیت الله رئیسي په شهادت خواشیني څرګنده کړه او د دوه اړخیزو او سیمه ایزو اړیکو د بیا رغونې او پراختیا لپاره د هغوی د لارې پر ​​دوام ټینګار وکړ.

بن سلمان په دغه ټلفوني خبرو کې د سیمې او اسلامي نړۍ لپاره د ایران او سعودي د اړیکو د پراختیا پر ارزښت باندې په ټینګار سره وویل: تهران او ریاض د سیمې او اسلامي نړۍ لپاره مهم رول لوبوي او د اړیکو په پراختیا سره د سیمې او اسلامي نړۍ لپاره مهم رول لري او د خپلو ترمنځ د اړیکو په پراخولو سره، کولای شي د سیمې لپاره روښانه راتلونکی رامنځته کړي.

د ایران د بهرنیو چارو سرپرست وزیر وویل، له ګاونډیانو سره د تاوتریخوالي کمول د ایران د اسلامي جمهوریت یوه ثابته او ستراتیژیکه او د سیمه ایزو همکاریو لپاره یوه موثره تګلاره ده.

د ایران د بهرنیو چارو سرپرست وزیر "علي باقري کني" د متحده عربي اماراتو د بهرنیو چارو له وزیر شیخ عبدالله بن زاید آل نهیان سره په کتنه کې چې د ایران د شهید شوي ولسمشر د جنازې د درناوي په مراسمو کې د ګډون لپاره تهران ته سفر کړی وو، ټینګار وکړ چې په سختو وختونو کې خواخوږي او ملګرتیا، له فرصتونو څخه د ګډې ګټې اخیستنې او له هغو ګواښونو او ننګونو سره چې د سیمې سوله، ثبات او امنیت ګواښوي، د همکارۍ لپاره ارزښتناکه پانګه ده.

د ایران د بهرنیو چارو سرپرست وزیر د بهرني سیاست په اړه د ایران د شهید ولسمشر ستراتیژیک نظر ته په اشارې سره، د ګاونډیتوب سیاست د شهید ولسمشر یوه هوښیارانه تګلاره وبلله او وویل: د ستر لارښود له لورې د دغه سیاست په تائید سره، له ګاونډیانو سره د تاوتریخوالي کمول، د ایران د اسلامي جمهوریت یوه ثابته او ستراتیژیکه تګلاره او د سیمه ایزو همکاریو لپاره یوه موثره تګلاره ده، چې حتمي به دوام وکړي.

"علي باقري کني" همدارنګه په تهران کې د مقاومتي ډلو له مشرانو سره په کتنه کې، د ایران له ملت او حکومت سره د مقاومتي ډلو د خواخوږۍ او غمشریکۍ له څرګندولو په مننې سره، د صهیونیسټي رژیم پر وړاندې د فلسطین د ولس له زړورتیا ستاینه وکړه او د ایران د اسلامي جمهوریت د بهرني سیاست عقلانیت ته په اشارې سره څرګنده کړه، چې مقاومت پر واقعي عناصرو یوه ولاړه هیله ده او له همدې امله له  اشغالګرو سره په اووه نیمه میاشتنۍ مقابله کې، دا د فلسطین ملت دی چې د صهیونیسټانو د جنایتونو  او زیانونو په زغملو سره، د عزت، خپلواکۍ او اقتدار بیرغ رپولی دی.

ژباړه: زماني

ټیګونه