ایران په تېره اونۍ کې
https://parstoday.ir/ps/news/event-i150524-ایران_په_تېره_اونۍ_کې
د تهران د پښتو خپرونې درنو او قدرمنو مینوالو په دې شېبو کې د ایران په تېره اونۍ کې  له اونیز پروګرام سره ستاسو په خدمت کې یو، هیله ده چې د استفادې وړ مو وګرځي.
(last modified 2024-07-20T06:21:05+00:00 )
Jul 20, 2024 10:47 Asia/Kabul
  • ایران په تېره اونۍ کې

د تهران د پښتو خپرونې درنو او قدرمنو مینوالو په دې شېبو کې د ایران په تېره اونۍ کې  له اونیز پروګرام سره ستاسو په خدمت کې یو، هیله ده چې د استفادې وړ مو وګرځي.

د عربستان ولیعهد محمد بن سلمان  د ایران له منتخب ولسمشر  مسعود پزشکیان سره په ټلفوني خبرو کې، هغه ته د ولسمشرۍ په ټاکنو کې د بریا د مبارکۍ ترڅنګ، په بېلابېلو برخو کې د دواړو هېوادونو د اړیکو له پیاوړتیا څخه خوښي څرګنده کړه او د امکان تر حده د دغو اړیکو پر پیاوړتیا یې ټینګار وکړ.

د عربستان ولیعهد له دې وړاندې هم پزشکیان ته په یوه پیغام کې، د ایران د اسلامي جمهوریت په ولسمشریزو ټاکنو کې د بریا مبارکي ویلي وه او د ایران د خلکو منتخب ولسمشر ته یې د بریالیتوب او د ایران د اسلامي جمهوریت د لا پرمختګ او سوکالۍ هیله کړې وه.

د قطر امیر شیخ تمیم بن حمد بن خلیفه آل ثاني هم د چهارشنبې په ورځ د ایران له منتخب ولسمشر مسعود پزشکیان سره په ټلفوني خبرو کې وویل: د ایران او قطر اړیکې تاریخي، مضبوطې او تل مخ پر وړاندې تلونکي دي.

د ایران د خلکو منتخب ولسمشر د قطر د امیر د مبارکۍ له پیغام څخه د مننې ترڅنګ، د قطر په ګډون له ګاونډیو هېوادونو سره د اړیکو د پراختیا لپاره د ایران د حکومت پر هوډ ټینګار وکړ او ویې ویل، چې د دواړو هېوادونو ترمنځ ملګرتیاوې د دواړو هېوادونو د ملتونو لپاره ډېرې ګډې ګټې لري.

د ازبکستان ولسمشر "شوکت میرضیایف" هم د ایران له منتخب ولسمشر سره په ټلفوني خبرو کې هیله څرګنده کړه چې د دواړو هېوادونو ترمنځ اړیکې او همکارۍ په نوي دولت کې لا پراخې شي.

پزشکیان هم د ایران د ولسمشرۍ له ټاکنو وروسته د ازبکستان د لوړپوړو چارواکو د مبارکۍ له پیغامونو څخه په مننې سره، د منځنۍ آسیا د سیمې له هېوادونو سره د اړیکو پراختیا، د ایران د بهرني سیاست له لومړیتوبونو څخه وګڼلو.

د محرم الحرام د میاشتې په لسمه نېټه او د عاشورا په رارسېدو سره، د اهل تشیع د درېیم امام حضرت امام حسین (ع) د شهادت د کلیزې په مناسبت، په ټول اسلامي ایران کې د حسیني ویر او ماتم مراسم ترسره شول او د حسیني عاشورا په ورځ ماتم کوونکو، د کربلا د شهیدانو د مظلومیت لپاره د سینه زنۍ او  زنځیرزنۍ پلاویو په جوړولو سره، د ویرجنۍ مراسم ترسره کړل.

د اسلامي ایران د خلکو له ماتم سره سم، د حسیني عاشورا مراسم د آسیا، افریقا، اروپا او امریکا په نورو ډېرو هېوادونو کې په خورا شانداره مراسمو سره ترسره شول.

امام حسین (ع) او د هغه وفادار ملګري چې د خپلې زمانې د ظالمانو پر وړاندې پاڅون کړی وو، د ۶۱ هجري قمري کال د محرم الحرام د میاشتې په لسمه نېټه، د کربلا په خاوره کې په شهادت ورسېدل. په کربلا ښار کې د هغوی مزار په یو عالي زیارت بدل شوی دی. مسلمانان او د امام حسین (ع) مینوال د دغه زیارت او کربلا ښار ته ډېر احترام لري او د ظالمانو په خلاف د هغوی د پاڅون د نمانځنې لپاره، دغه ښار ته سفر کوي.

د ایران د بهرنیو چارو سرپرست وزیر ویلي چې، د ایران د منتخب ولسمشر د حکومت د بهرني سیاست اصلي لاره، د نویو افقونو پرانیستل او له نورو حکومتونو سره د دوستانه اړیکو پراخول دي.

"علي باقري کني" د ملګرو ملتونو د امنیت شورا په عالي رتبه غونډه کې "د یو باثباته، ډیموکراتیک او عادلانه نړیوال نظم په لور د څو اړخیزو همکاریو" په اړه، د نړیوالې سولې او امنیت د تامین لپاره په اغېزمن څو اړخیز توب باندې په ټینګار سره څرګنده کړه، چې ایران د څو اړخیزیزتوب پر اهمیت او د یو طرفه خود غرضه زیان رسوونکو پایلو باندې  ټینګار لري.

هغه زیاته کړې چې ملګري ملتونه یوازې د "جګړې له شر څخه د راتلونکي نسلونو د ژغورلو" لپاره نه دي رامنځته شوي، بلکې "د مساوي حقونو اصولو او د خپلواکۍ حق ته د درناوي پر بنسټ، د ملتونو ترمنځ د دوستانه اړیکو پراختیا هم،  د دغه سازمان د جوړېدو یو له اساسي اصولو څخه دی  او د ملګرو ملتونو په منشور کې راغلي لوړ هدفونه، یوازې د څو اړخیزو همکاریو له لارې ترلاسه کېدای شي.

د ایران د بهرنیو چارو د وزارت سرپرست هم د دولتونو د حاکمیت برابرۍ ته په اشارې سره، چې د ملګرو ملتونو د نظام بنسټیز اساس دی وویل، "د ګواښونو مخنیوی یا له زور څخه کار اخیستل"، "د اختلافونو سوله ایز حل" او همدارنګه "د نورو هېوادونو په کورنیو چارو کې لاسوهنه نه کول" دا ټول د بهرنیو یرغلونو پر وړاندې د هېوادونو د حاکمیت ساتنې او د دوی ترمنځ د دوستانه اړیکو تامین په هدف سره رامنځته شوي او دا په داسې حال کې ده چې ملګري ملتونه، د څو اړخیزیزتوب ترټولو لوی سمبول په توګه، د یو اړخیزیزتوب له ناورین سره مخ شوی دی.

د ایران د بهرنیو چارو سرپرست وزیر وویل: د نړیوالو قوانینو په چوکاټ کې له مقاومتي ډلو څخه د ایران د اسلامي جمهوریت ملاتړ او پیوستون، په سیمه کې د اشغال او تیریو د ختمولو په هدف یو مشروع اقدام دی، ځکه چې مقاومت یو اړخیزتوب اوپه غزه او فلسطین کې د جنایتکار رژیم یو اړخیز ملاتړ ته چې په فلسطین کې د نسل وژنې په حال کی دی، یو ځواب دی.

د ایران د بهرنیو چارو وزارت سرپرست، د ګډو مسائلو او اندېښنو د حل لپاره، څو اړخیزتوب ته پام کول د ایران د اسلامي جمهوریت د ګاونډیتوب د سیاست له پایلو څخه یاد کړ او وویل:  ایران د سیمه ایزو خبرو اترو او ملګرتیاو په لټه کې دی او په حقیقت کې، د سیمه ایزې پراختیا او ټولیز امنیت لپاره د ګډ مشارکت او همکارۍ پیاوړتیا، د ایران د اسلامي جمهوریت د بهرني سیاست اصلي لارښود دی.

د چين د بهرنيو چارو وزارت وياند د بهرنۍ تګلارې او له چين سره د اړيکو په اړه د ايران د منتخب ولسمشر د مقالې په ځواب کې ویلي، بېجينګ لېوالتیا لري چې د ايران له نوي حکومت سره همکاري وکړي، ترڅو د چين او ايران ترمنځ هراړخيز ستراتيژيک ګډون، د ژور پرمختګ لپاره رهبري کړي.

د چين د بهرنيو چارو وزارت وياند "لين جيان" د دوشنبې په ورځ په يوه خبري ناسته کې، د ايران د منتخب ولسمشر مسعود پزشکیان د مقالې او د بهرنۍ تګلارې په اړه د هغه د نظر او چلند او د  ایران او چین ترمنځ دوديزې دوستۍ په اړه د یوه خبريال د پوښتنې په ځواب کې وويل: د ايران او چين ترمنځ د اړيکو په اړه، چين د پزشکیان له څرګندونو څخه مننه کوي. چين او ايران د دوستانه تبادلې اوږد تاريخ لري. څه دپاسه له نيمې پيړۍ د ډيپلوماتيکو اړيکو له ټينګېدو راهيسې، دوه اړخيزو اړيکو خپل سالم او ثابت پرمختګ ساتلی دی.

د چين د بهرنيو چارو وزارت وياند وويل: چين او ايران په سيمه ايزو او نړيوالو سختو حالاتو کې تل له يو بل څخه ملاتړ کړی او له يو بل سره همکاري کړې ده. په دوامداره توګه یې ستراتیژیک متقابل باور پیاوړی کړی، په مختلفو برخو کې یې تبادلې او همکارۍ ته وده ورکړې او په سیمه ایزو او نړیوالو چارو کې ښې اړیکې او همغږي رامنځته کړې ده.

د ایران د اسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو سرپرست وزیر ټینګار وکړ: د ایران  په اټومي خبرواترو کې یا د فلسطین په موضوع کې د امریکې چلند او پر غزې باندې د صهیونیسټانو یرغل دا وښوده چې هغوی نه یوازې د حل لاره نه شي کېدای، بلکې هغوی پخپله د دې مسئلې اصلي خنډ دي.

علي باقري کني د پنجشنبې په ورځ په نیویارک کې له خبریالانو سره په خبرو کې زیاته کړه: له بده مرغه د سیمې په اوسنیو حالاتو کې اوس هم د صهیونیسټانو جنایت او نسل وژنه دوام لري او په ځینو وختونو کې دغه جنایت په ډېر شدت سره څرګندېږي.

د ایران د بهرنیو چارو سرپرست وزیر وویل: بله مسئله، لبنان ته د غاصب او نیواکګرو صهیونیسټانو ګواښ دی. په دې وروستیو کې وخت په وخت دوی د لبنان پر وړاندې ګواښونه راپورته کوي او دا چې پر لبنان د پوځي برید احتمال شته.

باقري څرګنده کړه: لکه څنګه چې تاسو ته معلومه ده، امريکايان د يو اړخيزتوب د سرلاري په توګه ادعا کوي چې يو اړخيزتوب کولاى شي په نړۍ کې سوله، ثبات او امنيت راولي، خو دا ادعا ناکامه شوې ده او په عملي توګه امريکا په بېلابېلو نړيوالو مسئلو کې که ځان څرګند کړى دى، له هغې ډلې څخه په لوېدیځه آسیا کې د بدلونونو په تړاو، دا چې د ستونزو د حل لپاره اصلي خنډ دی.

همدارنګه د ایران د بهرنیو چارو سرپرست وزیر د چهارشنبې په ورځ په نیویارک کې، د لبنان د بهرنیو چارو له وزیر عبدالله بوحبیب سره په کتنه کې، د سیمې په ثبات کې د لبنان مرکزي رول ته په اشارې سره زیاته کړه: د تېر په څېر د ایران اسلامي جمهوریت په فلسطین کې د مقاومت پر ملاتړ ټینګار کوي، خو په عین حال کې هڅه کوي، چې د غزې پر وړاندې د اسرائیلي رژیم د بریدونو په ختمولو سره، په سیمه کې د جګړې د پراخېدو مخه ونیسي.

په تهران کې د آذربایجان جمهوریت سفارت له شاوخوا یو نیم کال وروسته خپل کار بیا پیل کړ.

د آذربایجان جمهوریت د بهرنیو چارو وزارت اعلان وکړ چې د آذربایجان او ایران ترمنځ د خبرو اترو په پایله کې، په تهران کې د آذربایجان جمهوریت سفارت د دوشنبې په ورځ (د ۲۰۲۴ کال د جولای په ۱۵مه) په یوه نوې آدرس کې خپل فعالیتونه بیا پیل کړل.

د آذربایجان د بهرنیو چارو د وزارت د خبرپاڼې له مخې، د سفارت د کار بیا پیلول به، د دوه اړخیز احترام او ښه ګاونډیتوب پر بنسټ، د آذربایجان جمهوریت او ایران ترمنځ د اړیکو د لا پراختیا او د دواړو هېوادونو ترمنځ د شویو هوکړه لیکونو په عملي کولو کې مرسته وکړي.

ژباړه: زماني