د ایران او ګامبیا ترمنځ ډیپلوماتیکې اړیکې بیا پیل شوې
د ایران د بهرنیو چارو سرپرست وزیر علي باقري کني او د ګامبیا د بهرنیو چارو وزیر مامادو تانګارا، د دواړو هېوادونو ترمنځ د ډیپلوماتیکو اړیکو د بیا پیلولو رسمي اعلامیه لاسلیک کړه.
باقري کني په مختلفو دوه اړخیزو او څو اړخیزو ډګرونو کې د تهران او بانجول د اړیکو د بیا پیلولو او پیاوړتیا لپاره د ایران د اسلامي جمهوریت هڅو ته په اشارې سره، په دې لاره کې د ګامبیا د لوړپوړو چارواکو د خاصو هڅو او جدي ارادې هرکلی وکړ.
د ګامبیا د بهرنیو چارو وزیر مامادو تانګارا د ایران د نوي ولسمشر د "مسعود پزشکیان" د لوړې په مراسمو کې د ګډون لپاره تهران ته سفر کړی دی.
د ایران د بهرنیو چارو وزیر د ګامبیا د بهرنیو چارو له وزیر سره په کتنه کې ټینګار وکړ، د دواړو هېوادونو ترمنځ د سیاسي تعلقاتو د بیا پیلېدو په رڼا کې به د ملګرتیاو په تېره بیا د اسلامي همکاریو د سازمان په چوکاټ کې په دوه اړخیزو او څو اړخیزو ډګرونو کې زیات ظرفیتونه رامنځته شي.
د ګامبیا د بهرنیو چارو وزیر هم تهران ته په خپل سفر خوښي څرګنده کړه او د ولسمشرۍ د ټاکنو د بریالیتوب له امله یې ایران ته مبارکي وویله او له ایران سره یې د اړیکو د بیا پیل او هراړخیزې پراختیا لپاره د خپل هېواد پر جدي هڅو ټینګار وکړ.