د حزب الله عمومي مشر: صهیونیسټ رژیم ته به په اغیزمنو اقداماتو ځواب ورکړل شي
په لبنان کې د حزب الله عمومي منشي سید حسن نصرالله د شهید فواد شُکر د اوومې په مراسمو کې ویلي: د صهیونیسټ رژیم تیري ته به په لا زیاتو او اغیزمنو اقداماتو سره ځواب ورکړل شي.
هغه چې تیر ماښام یې په دغه مراسمو کې ویډیويي وینا وکړه، زیاته کړه: تهران هم د اسماعیل هنیه د شهادت له امله د ځواب ویلو لپاره ځان مکلف ګڼي او د صهیونیسټ دښمن اوس په ډیرې ویرې سره د ایران غبرګون ته انتظار باسي.
هغه وایي: فواد شکر د حزب الله یو له مهمو قوماندانانو څخه و، خو دغه شهادتونه به د مقاومت د غورځنګ په لاره کې د خنډ لامل ونه ګرځي.
فواد شُکر، تیره اونۍ د لبنان په پلازمینه بیروت کې د صهیونیسټ رژیم په هوايي برید کې په شهادت ورسید.
د یادونې وړده چې تېره ورځ هم حزب الله د بې پیلوټه الوتکو په وسیله په اشغالي سیمو کې څو نقطې په نښه کړي