په یمن د امریکا او برتانیوي تازه بریدونه
https://parstoday.ir/ps/news/event-i151096-په_یمن_د_امریکا_او_برتانیوي_تازه_بریدونه
یمني رسنیو نن چهارشنبه سهار د یمن په جنوب لوېدیځ کې د امریکايي او برتانوي الوتکو د پراخ برید خبر ورکړی.
(last modified 2024-08-07T08:35:43+00:00 )
Aug 07, 2024 13:03 Asia/Kabul
  • په یمن د امریکا او برتانیوي تازه بریدونه

یمني رسنیو نن چهارشنبه سهار د یمن په جنوب لوېدیځ کې د امریکايي او برتانوي الوتکو د پراخ برید خبر ورکړی.

د یمن المسیره شبکې خبر ورکړی، چې دغه بریدونه دوه ځلې ترسره شوي او د تعز ولایت ځینې برخې یې په نښه کړې دي.

د دغو بریدونو د تلفاتو او زیانونو په اړه تر اوسه کوم راپور نه دی خپور شوی.

امریکايي او بریتانوي یرغلګرو تر دې وړاندې هم په ځلونو د یمن په بېلا بېلو سیمو په ځانګړې توګه د حدیده ستراتیژیک بندر باندې بریدونه کړي.

له دې ټولو سره؛ د یمن د وسله والو ځواکونو ویاند ویلي: د صهیونیسټ رژیم په ملاتړ کوونکو به د دوی بریدونو په سمندرګي او اشغالي سیمو کې دوام وکړي.

دوی وایي، دغه بریدونه یې د فلسطین د مظلومو وګړو په ملاتړ پیل کړي.