ایران د اونۍ په هینداره کې
د تهران د پښتو خپرونې خوږو مینه والو په دې شیبو کې ایران د اونۍ په هینداره نومې اونیز پروګرام سره ستاسو په خدمت کې یوو، په پیل کې درته په تیرې اونۍ کې د ایران دځّينو مهمو پيښو په اړه یوه لنډه شان خلاصه درآوروو، او بیا مو هم د ځينو موردونو په باب د تحلیلي برخې آوریدو ته رابولوو،نو هیله ده د استفادې وړ مو وګرځي.
*/*/*/*/
د ایران له ولسمشر سره د فرانسې د ولسمشر ټیلیفونی تماس
*/*/*/
د ایران په خاورې د وحشی صهیونیسټي رژيم تیری او دملګروملتو بې وسي
*/*/*/*/
د جنایت کار صهیونیسټي رژيم وحشیتوب او داسلامی ملګرتیاموسیسې لټي
*/*/*/*/*/
او تیریګر صهیونیسټي رژيم ته د ایران د غاښ ماتونکی کلک ځواب ورکولو هوډ ، په تیرې اونۍ کې د ایران ځيني مهمې پيښې وې او اوس مو هم رابولوو، دځينو موردونو په باب دتحلیلي برخې آوریدو ته .....
/*******************
د ایران د اسلامی جمهوریت ولسمشر د فرانسې د ولسمشر امانوئل ماکرون د ټیلیفوني تماس په ځواب کې ووئيل، ایران تل په سیمې او نړۍ کې د امنیت،سولې او ثبات د رامینځةکولو او د جنګ ،ناامنیو او تاؤتریخوالو د مخنیوی لپاره چورلیزي رول درلودلی دی .البته صهیونیسټي رژيم د غزې د بې دفاع خلکو په ضدپه ترهه ګرو او وحشي ډوله اقداماتو سره په سیمې کې د تاؤتریخوالو په زیاتولو پسې دی له بده مرغه امریکا او لویدیځي هیوادونه هم د محکومیّت په ځاي، په ترور ، نسل وژنې او جنایتونو کولو کې ددغه وحشي رژيم ملاتړ کوي.
د اسلامی ایران ولسمشر په تهران کې د حماس غورځنګ د سیاسی دفتر د مشر اسماعیل هنیّه په شهیدولو کې د جنایتکار صهیونیسټي رژيم وحشیتوب ته د مناسب ځواب د حق په خوندی ستال کیدا باندې په ټينګار سره په دمشق کې د ایران د اسلامی جمهوریت په سفارت باندې د صهونیسټي رژیم له حملې وروسته د لویدیځي هیوادونو او امریکا منتفعلانه او منزوي کړچار باندې سختې نیوکې وکړې او روښانه ئې کړه . امریکا او لویدیځي هیوادونه به دوه ګوڼي او ضد ونقیض کړچار سره له هغه رژیمه چې هیڅ یو هنړیوالو قوانینو او مقرراتو ته پابنده نه دی ، او له هیڅ ډول وحشیتوب او جنایته سر نه غړوي، ملاتړ کوي.
ډاکټر پزشکیان روښانه کړه ، تر هغه مهال چې صهیونیسټي رژیم د امریکا او لویدیځي هیوادونو په مالی،سیاسی،وسلوال او رسندوئي ملاتړ سره جنایتونه اوترور ترسره کوي،سیمه او نړۍ به هیڅکله هم سوله، امنیت اوثبات مخ ونه ویني.
د اسلامی ایران ولسمشر په دغه ټیلیفوني خبرو کې روښانه کړه.که امریکا او لویدیځي هیوادونه واقعا په سیمې کې د جنګ او ناکراریو په مخنیوی پسې وي،نو ددغې ادعا د اثبات لپاره دې فوراپر صهیونیسټي رژیم د وسلو خرڅلاؤ او ورڅخه بشپړ ملاتړون ودروي او دغه رژيم دې په غزې کې نسل وژنې او په غزې دحملو د رولو او د اور بند منلو ته اړباسي.
هغه دغه راز روښانه کړه ایران له جنګه ډډه کول، دنړیوالې صولې او امنیت ځای په ځای کول خپل اساسی اصول ګڼي،خو د نړیوالو قوانینو او تړونونو په چوکاټ کې به هیڅکله پخپل امنیت او ګټو باندې دتیري په مقابل کې چپتیا ونه کړي.
د ایران د اسلامی جمهوریت ولسمشر مسعود پزشکیان د دوشنبې په شپه د ونزویلا له ولسمشر نیکلاس مادورو سره په ټیلیفوني خبرو کې ددغه هیواد دو لمسشرۍ د انتخاباتو د ترسره کیدا او د هغه د بریالیتوب په باب د مبارکۍ په وئيلو سره،د ونزویلا په کورنیو چارو کې هر ډول بهرنۍ لاسوهنه محکومه کړې ده.
د ونزویلا ولسمشر نیکلاس مادورو هم د ایران د ولسمشر د مبارکۍ د پیغام په قدرونې سریه د ایران له اسلامی جمهوریت سره د ملګرتیاؤ د لاپراختیا لپاره د ونزویلا پرچمتووالی او دلچسپۍباندې ټينګار وکړ او وې وئيل؛ د دواړو هیوادونو لپاره د نیکمرغۍ،هوساینې او پرمختګ ته د رسیدا لپاره د ملګرتیاؤ لور نیونه ده.
د ونزویلا ولسمشر همداراز د ولسمشرۍ دانتخاباتو له ترسره کیدا وروسته پخپل هیواد کې د ځينو ناکراریو رابرسیره کیداله امریکا او ځینو لویدیځوالو هیوا
د ایران د اسلامی جمهوریت د خارجه وزارت سرپرست د تیرې پنجشنبې په ورځې د عربستان به جده کې د اسلامی ملګرتیا موسیسې له بیړنۍ غونډې وروسته ووئیل، صهیونیسټي رژیم د حماس د سیاسی رهبر په ترور سره یوه ډیره تاوان رامینځةکونکي سټراټژيکه تروتنه وکړه.
علی باقری زیاته کړې ده، هغه اقدام چې صهیونیسټانو په تهران کې ترسره کړ،یوه سټراټژيکه تیروتنه وه او ددوي لپاره به په ځان پسې ډیر زیات تاوانونه ولري.
د هغه په وینا،اسرائیلي رژيم غواړي،تاؤتریخوالی،جنګ جګړې نورو هیوادونو ته پراخې کړي، هغه ټينګار وکړ،چې تل ابیب په داسې موقعیّت کې نه دی چې له ایران سره ډغره ووهي.
د ایران د خارجه وزارت سرپرست د اسلامی ملګرتیاموسیسې د غړو هیوادونو د خارجه وزیرانو په ناستې کې په تهران کې د ا سماعیل هنیّه په ترور کې د صهیونیستي رژيم د جنایت په تعقیبونې کې د امنیت شورا بې عملۍ ته په اشارې سره روښانه کړه، ایران ددغه وحشي رژیم دتیریو په وړاندې په روادفاع کې خپل شخصي حق څخه له استفادې پرته بله ټاکنه نه لري.
علی باقري ټينګار وکړ،د صهیونیسټ رژيم جنایت یو ځل بیا ثابته کړه چې د قدس دنیواکګر رژیم بنیاد او ژوند په ترور، جنایت، تیریو، د سولې په خلاف ورزۍ په سمیې کې د ناکراریو اوبې ثباتیو په رامینځةکولو او په نسل وژنې او جنګ غواړي خوي ولاړ دی.
د اسلامی ملګرتیا موسیسې دبیړنۍ غونډې په پایزې اعلامیې کې چې د شهید اسماعیل هنیّه دترور په موضو ع سره ترسره شوې وه ،صهیونیسټ رژيم په سخته محکوم شوی او ټيننګار شوی دی، چې دغه ترور د ایران په حاکمیّت تیری دی. په دغې اعلامیې کې راغلي دي ، د اسماعیل هنیّه ترور د نړیوالو قوانینو ښکاره خلاف ورزي او یو تیریګر جنایت شمیرل کیږي . دغه ترور د ایران پر امنیت، سیمه ایزې سلامتیا او حاکمیّت باندې تیری دی.
د ایران د اسلامی انقلاب دسپاه پا سدارانو د سپاه قدس ځواک قوماندان د حماس غورخنګ د سیاسی دفتر د نوي مشر یحیی ابراهیم السنوار ته په یوه لیک کې د شهیداسماعیل هنیّه د ذوینې په غچ اخستنې ټينګار وکړ.
سردار اسماعیل قاآني یحیی السنوار ته د مبارکې په پیغام کې ولیګل، هماغه شان چې د اسلامي انقلاب معظم لارښود فرمائيلي دي ،خپله دنده ګڼو چې د شهید اسماعیل هنیّه دویني غچ واخلو، دا په اسلامی جمهوری نظام کې یوه تراخه پيښه ده او هیڅکله به ئې هیره نه کړو.
هغه زیاته کړې ده، هیڅ شک نشته چې ددغه بزرګوار شهید وینه به د اسلامی جمهوری نظام په لاس د صهیونیسټ رژيم سخت سزا به بڼه کې رابرسیره شي . په اسلامی مقاومت کې د تاسو وروڼو اتلوال جهاد ،به د تیر وخت په نسبت لازیاتې اغیزې وشیندني او د دغې نجسې ښکارندې د لازرترزره له مینځه تلو سبب به شي.
(ژباړن؛ سیماب)
**************************************************************************************************************************************************************************