د لبنان د حزب الله له توغندویی قدرت د صهیونیسټانو ویره
د لبنان حزب الله د لومړي ځل لپاره د خپلو توغندوي ښارونو انځورونه خپاره کړل، چې د مقاومت د دفاعي قدرت نښه ده او د صهیونیسټانو تر منځ یې ویره او طرحه رامنځ ته کړې ده
د لبنان حزب الله په یوه څلور نیم دقیقې ویډیو کې د لومړي ځل لپاره د لبنان د غرونو په زړه کې خپل توغندوي ښارونه پرانستل. د دغې ویدیو خپریدو په چټکۍ سره د صهیونیسټ رژیم په رسنیو کښې پراخ انعکاس پیدا کړ، د صهیونیسټي ورځپاڼو یدیعوت احارونوت او معاریو په دغه ویډیو باندې بحث وکړ او لیکلي یې دي چې حزب الله د لومړي ځل لپاره خپل تر ځمکې لاندې ښار او توغولو ته چمتو توغندویو ټرکونه نندارې ته وړاندې کړل .
د یاد ښار په پرانستلو کښې د حزب الله د اقدام پایلې او د صهیونیسټانو زیاتیدونکی ویره ، د اسرائیلو د رژیم اضطراب او اروایی کړکیچ، د شهید اسماعیل هنیه او شهید فواد شکر ترور ته د ایران او د لبنان د اسلامی مقاومت حتمي غبرګون ورځ په ورځ زیاتیږي. صهیونیسټی رسنیو اعتراف کړی دی چې د شهید هنیه له وژلې وروسته صهیونیسټان د دغه ترور د عملیاتو ځواب ته منتظر دی .
له توغندوي ښارونو د لبنان د حزب الله نوی عکسونه په داسې حال کښې خپریږی چې د غزې د جنګ په اړه د صهیونیسټ رژیم د مشرانو ترمینځ د نظر اختلاف په دې وروستیو ورځو کښې زیات شوی دی.
د صهیونیسټي پوځي کارپوهانو د مقاومت د ډلو په ځواب کښې د دغه رژیم د پوځ د بې وسۍ په هکله خبرداری ورکړ او د صهیونیسټي رژیم د لومړي وزیر بنیامین نتانیاهو په جنګي اقداماتو یې سختې نیوکې وکړې.
د اسرائیلو د رژیم متقاعد جنرال او د پوځي چارو کارپوه اسحاق بریک د دغه رژیم لومړي وزیر بنیامین نتانیاهو ته د امریکا د ولسمشر جوبایډن له سیاستونو سره د نه ملګرتیا په اړه خبرداری ورکړ او ویې ویل: که نتانیاهو د بایډن غوښتنې ته مثبت ځواب ورنکړی او له هغه سره ملګرتیا ونکړي مونږ ه به په جګړه کې یوازې پاتې شو. زمونږ پوځ یوازې د بشپړې بریا توان نه لري او د اسراییلو نجات او بقا به تر پوښتنې لاندې راشي.
د صهیونیسټ رژیم مشرانو او د دغه رژیم نورو چارواکو د ۲۰۲۳ میلادی کال د اکتوبر په ۷ د «الاقصی طوفان» د عملیاتو له پیلیدو وروسته تل دا ښودله چې د فلسطین د مقاومت له ډلو سره په مقابله کې د امریکا او لویدیځ ملاتړ لری خو د مقاومتی ډلو په وړاندې د صهیونیسټی رژیم د پوځ پرله پسې ماتې او د امریکا په شمول په ټولو لویدیځو هیوادونو کښې د صهیونیسټانو پرضد د خلکو اعتراضونه د دې سبب شول چې لویدیځوال په غزه کښې د دغه رژیم د نسل وژنې په ملاتړ کښې د خپلو اقداماتو توجیه ونه لرلې شي . .
د حزب الله د توغندوي ښارونو د انځورونو خپریدل دوه اړخیز پیغام لري. تر ټولو لومړی د دغو انځورونو خپریدل د فلسطین له مقاومت د ملاتړ او د صهیونیسټ رژیم په وړاندې د حزب الله د توغندیو د عظیم وسله کوټ د پراخ ملاتړ نښه ده چې د تل ابیب د جنګ غوښتنو د دوام په صورت کښې به د فلسطینیانو د ملاتړ لپاره وکارول شی. خو تر ټولو مهمه او اساسي مسله په سیمه کې د مقاومت د پیاوړتیا او په غزه کې د نسل وژنې د عاملینو د سزا کولو او د هغوی د ملاتړو د ژر تر ژره د تاو تریخوالي د پای ته رسولو لپاره چمتووالی دی.
د الاقصی طوفان له عملیاتو وروسته په سیمه کښې بدلونونو څرګنده کړه چې صهیونیسټ رژیم د امریکا او لویدیځو حکومتونو په مالی او پوځی ملاتړ سره سره هم د فلسطین له مبارزو ډلو سره د مقابلې توان نلری . د لبنان د حزب الله عملیات او تنظمیدا ، د فلسطیني مبارزو ډلود زړورتیا په څنګ کې په سیمه کې د تل ابیب د کړکیچ جوړونې او بلوه غوښتنې لپاره د پای ټکی کیدی شي.