د لبنان حزب الله د نیواکي فلسطین په شمال کښې صهیونیسټي میشته ښارګوټي ایلیت هشاحر په نښه کړ
(last modified Sun, 18 Aug 2024 01:40:13 GMT )
Aug 18, 2024 06:10 Asia/Kabul
  • د لبنان حزب الله د نیواکي فلسطین په شمال کښې صهیونیسټي میشته ښارګوټي ایلیت هشاحر په نښه کړ

د مهر خبري اژانس د راپور له مخې؛ د لبنان حزب الله په یوه بیانیه کښې اعلان وکړ: د غزې په تړانګه کښې د فلسطینی ملت په ملاتړ او د لبنان په جنوب کښې په کلیو او په تېره بیا د «الکافور» په ښارګوټی کښې په ملکیانو د اسرائیلي دښمنانو د حملو په ځواب کښې د مقاومت مبارزانو د لومړي ځل لپاره د « ایلیت هشاحر » صهیونیسټي میشت ځای په نښه کړ .

همداشان د لبنان حزب الله په المرج کښې د صهیونیسټی پوځیانو د غونډې مرکز په ځانمرګیو بې پیلوټه الوتکو سره په نښه کړ چې یو شمیر صهیونیسټان پکې هلاک  او یوشمیر نور ژوبل شول.

په عین حال کښې صهیونیسټی رسنیو ویلی دی چې په الجلیل کښې د حزب الله په حمله کښې یو صهیونیسټ عسکر ژوبل شوی دی.

یدیعوت احرنوت هم خبر ورکړ چې په اصبع الجلیل د حزب الله په توغندیز برید کې د دغه رژیم دوه پوځیان ټپیان شوی دی.

دصهیونیسټ رژیم 12 ټلویزیونی چینل هم راپور ورکړی چې لس توغندی په الجلیل  لګیدلی دی . همداشان د صهیونیسټي رژیم رسنیو د لبنان د وروستیو توغندیزو حملو په نتیجه کښې د مشمار حردین، ایلییت حشاهر او محطیم په ښارونو کښې د اور لګېدنې د لسو پېښو خبر ورکړ.

 

 

ټیګونه