امریکا د فلسطین په غزې تړانګه کښې د اوربند مخه نیسي
(last modified Sun, 18 Aug 2024 06:39:44 GMT )
Aug 18, 2024 11:09 Asia/Kabul
  • امریکا د فلسطین په غزې تړانګه  کښې د اوربند مخه نیسي

ایرنا خبري اژانس راپور راکړی د فلسطین د حماس غورځنګ یوه مشر «اسامه حمدان» وویل امریکا په غزې کښې د اوربند د ټینګیدا خنډ ده.

د حماس غورځنګ یوه مشر اسامه حمدان په دې خبرې سره چې په روانو خبرو کښې تراوسه د فلسطیني بندیانو د نومونو په هکله هیڅ خبره نه ده شوي وویل اوربند باید د روښانه معیارونو په چوکاټ کښې تضمین شي.

هغه زیاته کړه د امریکا هڅه د نورو ډیرو فلسطینیانو د وژلو لپاره نیواکګر صهیونیسټ رژيم ته د وخت ورکول دي او په هغه څه کښې  چې اوس یې امریکا وړاندیز کوي اوربند یا له غزې څخه شاتګ شامل نه دي.

قطر، مصر او امریکا په تیرې جمعې ورځې د اوربند د خبرو اترو د مینځګړو په توګه په ګډې بیانیې کښې د قطر په پلازمینې دوحې کښې د دغو خبرو اترو ختمیدل اعلان کړل.

د صهیونیسټ رژيم لومړی وزیر بنیامین نتانیاهو چې د جنګ له ختمیدا وروسته د مالي فساد په تور د محاکمه کیدا په هکله ډاډمن دی هر ډول موافقې ته په رسیدا کښې خنډونه جوړوي.

 

ټیګونه