د امریکا او د جنوبي کوریا ګډه مانوره پیل شوه
(last modified Mon, 19 Aug 2024 09:16:20 GMT )
Aug 19, 2024 13:46 Asia/Kabul
  • د امریکا او د جنوبي کوریا ګډه مانوره پیل شوه

ایرنا خبري اژانس راپور راکړی امریکا او جنوبي کوریا د شمالي کوریا په مقابل کښې د خپلو دفاعي وړتیا د پیاوړي کولو په هدف سره پراخه پوځي مانوره پیل کړه.

د امریکا او د جنوبي کوریا دغه کلنۍ د ووړی پوځي مانوره په داسې حال کښې پیل شوه چې په کوریا ټاپووزمې کښې تاوتریخوالي هماغه راز خپل اوج ته رسیدلي او شمالي کوریا په تیرو میاشتو کښې بیلابیل ډول وسلې ازمویلي دي.

د شمالي کوریا د بهرنیو چارو وزارت د امریکا او د جنوبي کوریا د ګډې پوځي مانورې له پیلیدا څخه مخکې په یوې بیانیې کښې ټینګار وکړ چې د پوځي مانورو ترسره کول د یرغل لپاره لسمونکی اقدام دی.

د شمالي کوریا خارجه وزارت ډاګینه کړه پوځي مانورو ته په پام سره د شمالي کوریا اټومي پروګرام د توجیه وړ کړچار دی او د دفاع پیاوړي کول د جنګ د مخنیوی او د قدرت د انډول د ساتلو لپاره ضروري چاره ده.

د امریکا او د جنوبي کوریا پوځي مانوره چې د« اولچي د ازادۍ ډهال» نومیږي یولس ورځې دوام لري.

 

ټیګونه