له اوکراین سره د روسیې د خبرو هیڅ چانس نشته
(last modified Tue, 20 Aug 2024 00:12:04 GMT )
Aug 20, 2024 04:42 Asia/Kabul
  • له اوکراین سره  د روسیې د خبرو هیڅ چانس نشته

ایرنا خبري اژانس نن سهار د تاس خبري اژانس په قول راپور ورکړ د روسیې د خارجه وزیر مرستیال میخائیل ګالوزین په یو لړ څرګندونو کښې د روسیې په «کورسک» سیمې باندې د اوکراین د ځواکونو حملې ته په اشارې سره ټینګار وکړ په اوسنیو شرایطو کښې له اوکراین سره د خبرو لپاره هیڅ چانس نشته.

هغه په ماسکو  کښې د ترکیې له سفیر تانجو بیلگیچ سره په کتنه کښې د روسیې په کورسک سیمې باندې د اوکراین د عسکرو برید وغاند او ویې ویل د روسیې په ټاټوبي باندې د اوکراین د ټروریسټانو یرغل د جنګ د ختمولو لپاره د ډيپلوماټیکې حل لارې په باره کښې له کي یف سره د خبرواترو هر ډول احتمال له مینځه وړی دی.

تاس خبري اژانس هم وویل د روسیې خارجه وزارت هم په یوې بیانیې کښې وویل په اوسنیو شرایط کښې د جنګ د ختمولو لپاره د ډيپلوماټیکې او سیاسي حل لارې د لرلید په هکله له اوکراین سره د خبرو اترو هر ډول احتمال له مینځه تللی دی.

د اوکراین ځواکونه د اګست په شپږمه نیټه د روسیې له خاورې په تیریدا سره د ماسکو خاورې ته ننوتل او د روسیې په کورسک سیمه یې پراخه حمله وکړه.

 

ټیګونه