اسرائیلو د لبنان د حزب الله دوه مبارزان شهیدان کړل
ایسنا خبري اژانس راپور راکړی د لبنان اسلامي مقاومت غورځنګ حزب الله په جنوب باندې د صهیونیسټ رژیم د پوځ په تیریګرو حملو کښې د خپلو دوو مبارزانو د شهیدیدا خبر ورکړ.
د لبنان د حزب الله د جنګ رسنیو په یوې بیانیې کښې وویل د دغه غورځنګ د دوو مبارزانو له ویاړ څخه له ډک شهادت وروسته پرون سهار مو په نیواکي ټاټوبي کښې په څو صهیونیسټ میشته ښارګیو او اډو باندې د بې پایلوټه الوتکو، د توغندیو او د هوانونو ډزې وکړې.
پرون د نیواکي ټاټوبو په شمال کښې په الجلیل غربي کښې په "یعارا"،سیمه کښې په یوې ودانۍ باندې د حزب الله د بې پایلوټه الوتکې په حملې کښې یو صهیونیسټ ووژل شو او شپږ نور ژوبل شول.
د اسرائیلو سرچینو هم تائید کړه چې د حزب الله پینځو بې پایلوټه الوتکو په یعارا سیمې بریدونه وکړل او په دغه سیمه کښې د خطرې سایرن ووهل شو.
د لبنان حزب الله دغه راز په یوې بلې بیانیې کښې وویل د صهیونیسټ رژيم یو شمیر پوځیانو هڅه وکړه چې د لبنان په جنوب کښې «حرش حدب عینا» سیمې ته ورننوځي خو د حزب الله ځواکونو په هغوې باندې د راکټونو او د هوانونو بریدونه وکړل او هغوې شاتګ ته مجبوره شول.
د لبنان اسلامي مقاومت غورځنګ حزب الله د فلسطین د مظلومو خلکو د ملاتړ لپاره له تیرو لسو میاشتو راهسې له صهیونیسټ رژيم سره په سخت جنګ بوخت دی او دواړه لوري په یوه بل سخت بریدونه کوي.