ایران: د امریکې په ولسمشریزو انتخاباتو کښې د دخالت ادعا بې بنیاده ده
(last modified Tue, 20 Aug 2024 07:40:58 GMT )
Aug 20, 2024 12:10 Asia/Kabul
  • ایران: د امریکې په ولسمشریزو انتخاباتو کښې د دخالت ادعا بې بنیاده ده

ملګرو ملتو کښې د ایران د اسلامي جمهوریت نمایندګۍ د امریکې د روان ۲۰۲۴ کال په ولسمشریزو انتخاباتو کښې د تهران د لاسوهنې ادعا رد کړه او هغه یې بې بنیاده وبلله.

ملګرو ملتو کښې د ایران د اسلامي جمهوریت نمایندګۍ د امریکې د روان ۲۰۲۴ کال په ولسمشریزو انتخاباتو کښې د تهران د لاسوهنې ادعا رد کړه او هغه یې بې بنیاده وبلله.

د ایرنا د خبر له مخې، په ملګرو ملتو کښې د ایران د اسلامي جمهوریت نمایندګۍ د امریکې د ۲۰۲۴ کال په ولسمشریزو ټاکنو کښې د تهران د دخالت په هکله د امریکې د اطلاعاتي او سایبري ارګانونو د ادعا په هکله څرګنده کړه: که امریکا په خپلو راتلونکو انتخاباتو کښې د دخالت په ادعا کښې ریښتونې وي نو اسناد دې ملګرو ملتو ته وړاندې کړي.

له دې مخکښې «ایف بي آيي» او د امریکې ځینو استخباراتي آژانسونو په یوې ګډې بیانیې کښې ادعا کړې وه چې ایران د امریکې د ۲۰۲۴ کال په ولسمشریزو ټاکنو کښې د جمهوري غواړي کاندید ډونلډ ټرمپ کمپاین ته په سایبري نفوذ او همداشان د دغو ټاکنو لپاره د ډیموکراټ کاندیدې «کماله هیرس» د انتخاباتي کمیټې د هیک کولو لپاره په هلوځلو کښې لاس لرلی دی.

 

 

 

 

 

ټیګونه