صهیونیسټان وايي د اسرائیلو د رژیم د کورني امنیت وزیر «ترهګر» دی
یوشمیر صهیونیسټي ښارګي میشتو د صهیونیسټي رژیم د کورني امنیت په وزیر باندې په یرغل سره، هغه «خرابکار او ترهګر» وباله.
د ایسنا خبري آژانس د خبر له مخې، یوشمیر صهیونیسټو ښارګي میشتو په کاحال ښارګي کښې د صهیونیسټي رژيم د کورني امنیت د وزیر «ایتمار بن ګویر» په شتون باندې په خبریدو سره، د هغه لاره بنده کړه.
صهیونیسټ ښارګي میشتي باوري دي چې ایتمار بن ګویر د اسرائیلو د رژيم د نابودۍ په لټه کښې دی او د مغزو علاج یې پکار دی.
معترضانو او د صهیونیسټي اسیرانو کورنیو د اسرائیلو د وزیراعظم بنیامین نتانیاهو د کابینې خلاف په خپلو مظاهرو کښې په کراتو ویلي چې تندلاري وزیران په غزه کښې له حماس سره د اوربند او د اسیرانو د تبادلې مخالف دي.
د صهیونیسټي اسیرانو کورنیو هم پرون دوشنبه په تل ابیب کښې د امریکې د خارجه وزیر انتوني بلینکن د پاتې کیدو د ځاې مخې ته مظاهرې کړې وې.
صهیونیسټي رژيم د غزې تړانګې خلاف د جنګ له پيل نه د څه باندې لسو میاشتو له تیریدو سره سره، په دې سیمې کښې له قتلِ عام، ویرانۍ، جنګي جنایتونو، د نړیوالو قوانینو له خلاف ورزۍ، د مرستندویه ارګانونو له بمباري کولو او په خلکو باندې د لوږې او قحطۍ له ورتپلو پرته هیڅ لاسته راوړنه نه ده لرلې.