د ایران د پارس په نړیوال انځوریز فیسټیوال کې د ۶۳ هېوادونو د انځورګرانو شتون
(last modified Tue, 20 Aug 2024 10:50:55 GMT )
Aug 20, 2024 15:20 Asia/Kabul
  • د ایران د پارس په نړیوال انځوریز فیسټیوال کې د ۶۳ هېوادونو د انځورګرانو شتون

پارس ټوډی - د پارس د لومړي نړیوال انځور فیستیوال اجرایی منشي په دغه نندارتون کې د ۶۳ هېوادونو د انځورګرانو د ګډون خبر ورکړ.

د پارس نړیوال عکس فستیوال لومړۍ پړاو ، د کلتور او هنر ملاتړ کولو په برخه کې د ټولنیز مسؤلیت رول سره سم، د انځورګرۍ هنر ته وده ورکول، د تکړه ځوانانو او هنرمندانو ملاتړ او همدارنګه د وړتیاوو معرفي کول  په  وږی میاشت کې ترسره کیږي . د پارس  ټو ډي د خبر له مخې، د پارس د نړیوال انځور فسټیوال اجرایی منشي رضا میر محرابي وویل: دا نندارتون به په دریو برخو  یعنی د تیلو صنعت، کورنۍ، چاپیریال او سیاحت کې ترسره شي  او د 63 هیوادونو عکس اخیستونکي به یی  هرکلی وکړي.

مير محرابي زياته کړه: په فيسټيوال کې د داخل شويو اثارو له څيړنې وروسته به د بيلابيلو برخو ګټونکي وټاکل شي او د نندارتون له پرانستلو سره سم به په وږی میاشت  کې د يو لړ مراسمو په ترڅ کې معرفي او ستاينه وشي.

 

 

 

کلیدي ټکي: د پارس نړیوال عکس فستیوال، په ایران کې د هنر حالت، ایراني هنرمندان، ایراني ښځینه هنرمندان.

 

ټیګونه