تهران کښې د جرمني په حکومت پورې اړونده غیرقانوني مرکزونه بند کړې شول
د ایران قضائیه قوې په تهران کښې د جرمني په حکومت پورې د اړونده غیرقانوني مرکزونو د بندولو خبر وکرړی دی.
ایرنا لیکلي، د جرمني په حکومت پورې د اړونده غیرقانوني مرکزونو دوه څانګې چې د ایران د اسلامي جمهوریت د قوانینو په خلاف ورزۍ سره یې ګڼ غیرقانوني اعمال او پراخې مالي سرغړونې کړې وې، پرون سه شنبې، د ایران د قضايي چارواکي په امر بندې کړی شوې.
همداشان په ایران کښې په المان پ،رې د پیئلو نورو مرکزونو د تخلفاتو په هکله هم رپورټونه ترلاسه شوي چې په اړه یې څیړنې او تحقیقات روان دي.
له دې مخکښې د جرمني د کورنیو چارو وزارت په یوه خبرپآڼه کښې، د هامبورګ د اسلامي مرکز د فعالیتونو خلاف د یولړ ادعاو په مطرح کولو سره، دغه سازمان او د هغه لاندې نور ارګانونه بند کړي وو.
د هامبورګ پر اسلامي مرکز سربیره چې د جرمني یو پخوانی جومات هم په کښې و، په فرینکفرټ، میونخ او برلین کښې یې د هغه د نورو څانګو په فعالیتونو هم بندیز لګولی دی.
دغه وزارت همداشان ویلي چې په جرمني کښې د شیعه مسلمانانو څلور نور جوماتونه هم بند کړی شوي دي.