د اربعین څه باندې دوه نیم میلیونه ایراني زیارتوال عراق ته رسیدلي دي
د عراق د سرحدونو ادارې ویلي چې څه باندې ۲ میلیونه او ۵ سوه زره ایراني زیارتوال د حسیني اربعین لپاره عراق ته ورغلي دي.
د عراق د سرحدي لارو د ادارې ویاند «علاء الدین القیسي» پرون وویل: د روانې آ؛ست میاشتې له شپږمې نه تر نولسمې (د صفرې له اولې نه تر څوارلسمې) نیټې پورې د اربعین په دستورو کښې د ګډون لپاره د ځمکنیو سرحدونو او هوايي ډګرونو له لارې ۲ میلیونه، ۷۱۳ زره او ۱۵۶ کسان عراق ته رسیدلي دي.
هغه وویل چې له دغه شمیر څخه تر پرونه پورې ۲ میلیونه، ۵۱۰ زره او ۴۲۱ تنه ایراني زیارتوال دي او همداشان له عراقه د ستنو شویو ایراني زیارتوالو شمیر هم ۹۹۷ زره او ۶۳۷ تنه دی.
عراقي چارواکو اټکل کړی چې سږ کال به د اربعین په لاریون کښې له ټول عراقه او همداشان د نړۍ له څه باندې ۸۰ هیوادونو څخه کابو ۲۳ میلیونه زیارتوال ګډون کوي.