ډونالډ ټرامپ له روسیې سره د جوړې غوښتنه وکړه
ایرنا خبري اژانس راپور راکړی د امریکا د ولسمشرۍ په راتلونکو انتخاباتو کښې د ریپبلیکن ګوند کاندید ډونالډ ټرامپ د روسیې په شان له هیوادونو سره د مثبتو اړیکو د ساتلو په اهمیت باندې ټینګار سره وویل سپینې ماڼۍ ته د بیرته رسیدا په بڼه کښې به د روسیې له ولسمشر ولادیمیر پوتین سره جوړه وکړم.
هغه په نارت کیرولیا ایالت کښې د خپلو پلویانو په ټول کښې په انتخاباتي وینا کښې له روسیې سره د اړیکو د ښه کولو لپاره د خپلې فیصلې خبر و رکړ او زیاته یې کړه ښه خبره ده چې د روسیې په شان له هیوادونو سره جوړه وکړو.
د امریکا د ولسمشرۍ په راتلونکو انتخاباتو کښې د ریپبلیکن ګوند کاندید ډونالډ ټرامپ په دوام کښې له روسیې سره د جنګ لپاره اوکراین ته د امریکا په پوځي مرستو باندې نیوکې سره وویل زمونږ د وسلو ګودامونه اوکراین ته د ډیرو وسلو د استولو په خاطر خالي شوي دي.