بایډن له نتنیاهو سره تلېفوني خبرو کې یو ځل بیا غزه کې د اوربند پر اړتیا ټینکار کړی
(last modified Thu, 22 Aug 2024 10:29:20 GMT )
Aug 22, 2024 14:59 Asia/Kabul
  • بایډن له نتنیاهو سره تلېفوني خبرو کې یو ځل بیا غزه کې د اوربند پر اړتیا ټینکار کړی

زمونږ خبریال راپور راکړی د امریکا ولسمشر جو بایډن د اسرائیلو له لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو سره په تلېفوني خبرو کې یو ځل بیا هر څه ژر غزه کې د اوربند او د یرغمل شویو کسانو د خوشې کېدو هوکړې پر اړتیا ټینګار کړی دی.

د سپېنې ماڼۍ د رپوټ له مخې دواړو مشرانو همدا راز ، د اسرائیل دفاع کې د امریکا پر ملاتړ خبرې کړې دي.‌

د امریکا ولسمشر داسې مهال د اسرائیل له لومړي وزیر سره غزه کې د اوربند پر اړتیا غږېدلی، چې همدا تېره ورځ په دې تراړه کې د اسرائیلي ځواکونو په هوايي بریدونو کې د لږترلږه ۵۰ کسانو د  شهید  کېدو او ترڅنګ یې د اسرائیلي ځواکونو او د لبنان حزب‌الله غورځنګ ترمنځ د درنو ډزو د تبادلې رپوټونه خپاره شول.

د اسرائیل پوځ تېره ورځ اعلان وکړ چې د فلسطین د فتح غورځنګ یو جګپوړی چارواکی 'خلیل المقدح' یې د لبنان سویل کې پر یوه موټر په هوايي برید کې په نښه کړی دی.

دوی ادعا کوي چې المقدح د فتح ګوند د پوځي څانګې د قومندانانو له ډلې و.

دا د تېر کال د اکتوبر اومه غزه کې د حماس پر وړاندې د جګړې له پیل راهیسې لومړی ځل شو چې اسرائیلي ځواکونه د فلسطین د فتح غورځنګ پر یوه غړي برید کوي.‌

د دغه غورځنګ د مرکزي کمېټې غړي توفیق طیراوي له دې پېښې وروسته اسرائیل تورن کړي چې د یوې پراخې "سیمه ییزې جګړې د اور بلولو هڅه" کوي.‌

هغه د فرانسې خبري اژانس ته ویلي "د فتح غورځنګ  د یوه چارواکي ترور د دې موضوع د زبادېدو بل دلیل دی، چې اسرائیل غواړي په سیمه کې یوه بشپړه جګړه پیل کړي."

 

ټیګونه