کامالا هریس د امریکا د ولسمشرۍ د انتخاباتو کاندیده شوه
(last modified Fri, 23 Aug 2024 07:18:46 GMT )
Aug 23, 2024 11:48 Asia/Kabul
  • کامالا هریس د امریکا د ولسمشرۍ د انتخاباتو کاندیده شوه

ایرنا خبري اژانس راپور راکړی د امریکا د ولسمشر مرستیالې میرمن «کامالا هریس» د دغه هیواد د روان میلادي کال د ولسمشرۍ په انتخاباتو کښې کاندید کیدل په رسمي ډول ومنل.

«کامالا هریس »بیګا د امریکا د ډیموکراټ ګوند د څلور ورځني ملي کنونشن په اخري ورځ په یوې وینا کښې د ډیموکراټ ګوند لخوا د امریکا د روان میلادي کال د ولسمشرۍ په انتخاباتو کښې د کاندید کیدا په منلو سره ريپبلیکن ګوند ته په خطاب کښې وویل د بریالیتوب په بڼه کښې به زه د امریکا د ټولو خلکو ولسمشره وم او زیاته یې کړه زه هیواد له خپل ډیموکراټ ګوند او ځان څخه بره ګڼم.

د امریکا د روان میلادي کال د ولسمشرۍ په انتخاباتو کښې د ډیموکراټ ګوند کاندیدې کاملا هریس څه موده مخکې ژمنه کړي وه چې د یوه قانون په تصویبولو سره د خوراکي موادو د بیو د زیاتیدا لپاره به فیډرال بندیز رامینځته کړي او د کورونو د اخیستلو لپاره به هم خلکو ته حکومتي سبسیډیانې ورکړي.

په عین حال کښې د امریکا د روان میلادي کال د ولسمشرۍ په انتخاباتو کښې د ریپبلیکن ګوند کاندید ډونالډ ټرامپ د کامالا هریس دغه سیاستونه او پروګرام کمیونیسټي وباله چې د امریکا د ورانیدا سبب به شي.

د امریکا اوسني ولسمشر جوبایډن یوه میاشت مخکې د ولسمشرۍ په انتخابات کښې له بیا ګډون څخه څنګ ته کیدل اعلان کړل او د خپلې مرستیالې کامالا هریس د کاندید کیدا ملاتړ یې وکړ.

که چیرې کامالا هریس د امریکا د روان میلادي د نوامبر د میاشتې د ولسمشرۍ په انتخاباتو کښې بریالۍ شي نو هغه به لومړنۍ هندي توکمه امریکايي وي چې د امریکا ولسمشره کیږي.

د امریکا د ولسمشرۍ انتخابات د روان میلادي کال د نوامبر د میاشتې په پینځمه نیټه کیږي او د ډیموکراټ ګوند کاندیده کامالا هریس او د ریپلیکن ګوند کاندید ډونالډ ټرامپ په دغو انتخاباتو کښې له یوبل سره سیالۍ کوي.

 

ټیګونه