کامالا هریس مونږ نړیوال اټومي جنګ ته ورننباسي
ایرنا خبري اژانس راپور راکړی د امریکا د روان میلادي کال د ولسمشرۍ په انتخاباتو کښې د ریپبلیکن ګوند کاندید ډونالډ ټرامپ وویل د اوسني ولسمشر جوبایډن مرستیاله او د ولسمشرۍ په انتخاباتو کښې د ډیموکراټ ګوند کاندیده کامالا هریس امریکا نړیوال اټومي جنګ ته ورداخلوي.
د امریکا پخواني ولسمشر ډونالډ ټرامپ په ټروت(Truth) اینټرنیټ پاڼې کښې د امریکا د اوسني ولسمشر جوبایډن مرستیاله کامالا هریس د نیواکي ټاټوبو په جنوب باندې د فلسطین د حماس غورځنګ د تیر میلادي کال د اکتوبر د میاشتې د اومې نیټې د حملو عامله وبلله.
ټرامپ وویل کامالا هریس له اسرائیلو نفرت لري او حتی د اسرائیلو د لومړي وزیر نتانیاهو د غونډې لپاره ولسي جرګي کانګرس ته ونه رغله.
د امریکا په کانګرس کښې د اسرائیلو د لومړي وزیر نتانیاهو د وینا په غونډه کښې د ولسمشر د مرستیالې کامالا هریس نه ګډون په داسې حال کښې و چې د ډیموکراټ ګوند ګڼ شمیر غړیو په غزې کښې د صهیونیسټ رژیم د جنایتونو په علت دغه غونډه بایکاټ کړي وه او پکښې یې ګډون ونکړ.