د هندوستان لومړی وزیر نریندرا مودي اوکراین ته ورسېد
زمونږ خبریال راپور راکړی د هند لومړی وزیر، نریندرا مودي د اوکراین له ولسمشر، ولادیمیر زیلینسکي سره د خبرواترو لپاره د دغه هېواد پلازمېنې کیف ته رسېدلی دی.
رویټرز راپور ورکړی چې مودي کیف ښار ته رسېدلی.
د راپور پر بنسټ، دا د ۱۹۹۱ کال د پخواني شوروي اتحاد څخه د اوکراین خپلواکۍ له ترلاسه کولو وروسته دغه هېواد ته د مودي لومړی سفر دی.
دا سفر د روسیې او اوکراین ترمنځ د روان کړکېچ د زیاتېدو په دوام کې کېږي.
مودي له دې سفره مخکې ویلي و: «زه په لېوالتیا سره د دې فرصت په لټه یم چې د اوکراین جګړې د سولهییز حل په هکله خپل نظرونه شریک کړم. مونږ د یو دوست په توګه سیمه کې د سملاسي سولې او ثبات راستانه کېدو ته هیلهمن یو.»
ورته مهال، د اوکراین ولسمشر د دفتر یو سلاکار میخایلو پودولیک رویټرز ته ویلي، کیف ته د مودي سفر ځکه مهم و چې نوی ډیلي پر مسکو « واقعا ځانکړی» نفوذ لري.
نوموړي زیاته کړې: «له داسې هېوادونو سره د اړیکې جوړې کړو، هغوی ته دا روښانه کړو چې د جګړې سم پای څه دی او بیا هم د دوی په ګټه دی.»
د روان کال د اګست پر ۱۹مه د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین سلاکار، یوري اوشاکوف ویلي چې پر کورسک سیمه د اوکرایني ځواکونو برید ته په کتو د مسکو او کیف ترمنځ هر ډول خبرېاترې د بحث وړ نه دي.
اوکرایني پوځ د اګست پر ۶مه د روسیې پر کورسک سیمه لوی برید کړی و.