د افغانستان الف لوبډلې هندوستان ته ماتې ورکړه او پایلوبې ته ورسېده
(last modified Sat, 26 Oct 2024 02:46:48 GMT )
Oct 26, 2024 07:16 Asia/Kabul
  • د افغانستان الف لوبډلې هندوستان ته ماتې ورکړه او پایلوبې ته ورسېده

د آسیا ایمرجینګ جام په دویمې نیمه پایلوبه کې د افغانستان الف لوبډلې د هندوستان الف لوبډلې ته د ۲۰ منډو په توپیر ماتې ورکړه او پایلوبې ته ورسېدل.

دغه سیالي چې پرون جمعه د عمان په کوربتوب ترسره شوه، د کابل پر وخت ماښام ۶:۰۰ بجې پیل شوې وه او افغان ابدالیانو د پچې په ګټلو سره توپوهنه غوره کړه.

افغانستان د ۴ لوبغاړو تر سوځېدو وروسته په شلو آورونو کې ۲۰۶ منډې وکړې.

په افغان توپوهونکو کې یو وار بیا پیلیز توپوهونکي صدیق‌الله اتل تر ټولو مخکښ توپوهونکو وو چې په ۸۳ منډو وسوځېد.

د هندۍ لوبډلې یوازېنی بریالی توپ اچوونکی راسخ سلام وو چې ۳ افغان لوبغاړي یې وسوځول.

د هندوستان الف لوبډلې د هدف په تعقیب ۱۸۶ منډې وکړې او ۷ لوبغاړي یې له لاسه ورکړل.

دا لومړی ځل دی چې افغان ابدالیان د اسیا ایمرجېنګ جام پایلوبې ته وځي.

پایلوبه به د اکتوبر په ۲۷مه نېټه د سریلانکا الف او افغان ابدالیانو ترمنځ ترسره کېږي.

ټیګونه