په ایران کښې د داعش ترهګرې ډلې ۱۴ غړي ونیول شول
ایرنا خبرې اژانس راپور راکړی د ایران د اسلامي جمهوریت د استخباراتو وزارت د هیواد د استخباراتي ټولنې په ملګرتیا سره په څلورو ولایتونو کښې د داعش ترهګرې ډلې د څوارلسو غړیو د نیول کیدا خبر ورکړ.
د ایران د اسلامي جمهوریت د استخباراتو وزارت نن په یوې خبر پاڼه کښې وویل د هیواد د استخباراتي ټولنې په ملګرتیا سره د تهران ، د البرز ، د فارس او د خوزستان ولایتونو د استخباراتي ادارو لخوا په ترسره شویو عملیاتو کښې د داعش خراسان په نوم له امریکايي او صهیونیسټي ډلګۍ څخه هدایت شوي څوارلس کسان وپيژندل شول او د قضايي قوې په حکم سره ونیول شول.
د داعش ترهګرې ډلې غړي څو ورځې مخکې د ترهګرو عملیاتو د ترسره کولو په هدف سره په غیرقانوني ډول ایران ته راننوتلي وو.
په دغو څوارلسو داعشي ترهګرو کښې اوه کسان په فارس ولایت او اوه نور کسان په تهران ، البرز او خوزستان ولایتونو کښې ونیول شول.
د ایران د اسلامي جمهوریت د استخباراتو وزارت څو ورځې مخکې هم ویلي وو چې د داعش تکفیري ترهګرې ډلې دوه مشران یې چې له ګاونډیو هیوادونو سره مرتبط نه دي نیولي دي.
د ایران د اسلامي انقلاب له بریالیتوب وروسته د امریکا ، د صهیونیسټ رژيم او د دوې د ملګرو عربو هیوادونو لخوا د ایران له اسلامي جمهوریت سره د مقابلې او د حکومت د نسکورولو لپاره بیلابیل فعالیتونه او هڅې شوي دي خو تراوسه یې کومه نتیجه نه ده ورکړي.