د لبنان حزب الله د اسرائیلو په یوه مرکز برید وکړ
زمونږ خبریال راپور راکړی د لبنان د اسلامي مقاومت غورځنګ حزب الله په څو توغندیو سره د صهیونیسټ رژیم د «میرون» د هوايي کنټرول په اډې برید وکړ.
حزب الله په یوې بیانیې کښې د فلسطین په غزې تړانګه کښې د فلسطین د مقاومت کونکي ملت په ملاتړ کښې د نیواکي فلسطین په شمال کښې د میرون د هوايي کنټرول د اډې پرضد د نن ورځې توغندوي حملې تائید کړې او دغه مرکز ته د تاوان د رسیدا او د هغه د ړنګیدا خبر یې ورکړ.
د صهیونیسټ رژيم راډیو هم راپور ورکړ چې د میرون د هوايي کنټرول په اډې باندې د لبنان د حزب الله غورځنګ د زره ضد توغندي لګیدلي دي کوم چې د لبنان له جنوب څخه توغول شوي وو.
په عین حال کښې واللا عبري سایټ وویل په تیره میاشت کښې له لبنان څخه په اسرائیلو باندې یوزر یوسل یو نوي(۱۰۹۱) توغندي ویشتل شوي چې دغه اندازه د کال د لومړي وخت په پرتله دوه برابره شوي ده.
دغه صهیونیسټي رسنۍ وویل د تیر میلادي کال د اکتوبر په اتمه(۸) نیټه د لبنان له حزب الله سره د جنګونو له پیل راهسې تراوسه درې څلویښت صهیونیسټان هلاک شوي او دوه سوه یواویا نور ژوبل شوي دي.
په عین حال کښې د فلسطین د حماس غورځنګ پوځي څانګې عزالدین قسام غونډ هم وویل د صهیونیسټ رژیم په یوه پوځي مرکز چې په نتزاریم چورلیز کښې د کنټرول او د قومندنۍ رول پرغاړه لري په یوې بې پایلوټه الوتکې سره برید شوی.