پر غزې د صهیونیسټ رژیم د بریدونو په دوام کې په لسګونو نور فلسطینیان شهیدان شول
د غزې تړانګې په بیلا بیلو سیمو د صهیونیسټي رژیم د پوځیانو په وروستیو حملو کښې په لسګونو نور فلسطینیان شهیدان شول.
زمونږ د خبریال د راپور له مخې د اسرائیلورژیم جنګي الوتکو په هغو سیمو باندې چې پخوا د خوندي سیمو په توګه اعلان شوي وې ، د غزې د تړانګې په مرکز او جنوب کښې د دیر البلاح په شمول څه د پاسه پنځوس فلسطینیان ووژل.
په عین حال کې پرون د اسرائیلو جنګي الوتکو د غزې تړانګې په مرکز صلاح الدین کوڅه بمباري وکړه چې له امله یې ۱۲ فلسطینیان ووژل شول.
د غزې روغتیا وزارت هم اعلان کړی چې د اکتوبر له اوومې نیټې راهیسې په غزه کې د شهیدانو شمیر ۴۰۲۵۶ او د زخمیانو شمیر ۹۳۱۴۴ ته رسیدلی دی.
دغه وزارت اعلان وکړ چې صهیونیسټ رژیم په تیرو ۲۴ ساعتونو کښې د غزې په تړانګه کښې څلور حملې وکړې چې په نتیجه کښې یې ۴۲ کسان شهیدان او ۱۶۳ نور ژوبل شول.
د فلسطین د روغتیا وزارت ویلي، تر اوسه تر ۱۰ زرو ډېر کسان تر خاورو لاندې دي. دغه وزارت همداراز ویلي چې د شهیدانو په سلو کې ۷۰ ښځې او ماشومان شامل دي.