د ملګرو ملتونو راپور ورکوونکې: د اسرائیلو رژیم ته دې سزا ورکړل شي
(last modified Sat, 24 Aug 2024 12:27:46 GMT )
Aug 24, 2024 16:57 Asia/Kabul
  • د ملګرو ملتونو راپور ورکوونکې: د اسرائیلو رژیم ته دې سزا ورکړل شي

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو را پور ورکوونکې فرانچیسکا البانیز رسنیو ته ویلي: هغه څه چي په غزې کې روانه ده له شکه پرته نسل وژنه ده او دا د اسرائیل رژیم اصلي جنایت دی. د صهیونیستانو جنایتونه مستند دي او هغوی باید سزا شي.

هغې زیاته کړه: په مذهبي ځایونو بریدونه، د کرکې او نفرت ښودنه کوي، په جوماتونو او کلیساګانو باندې هوایي بریدونه جنګي جنایت بلل کیږي.

د ملګرو ملتونو د بشري حقوقو راپورټرې له دې مخکې هم ویلي وه چي د نړیوالو د چوپتیا په سیورې کې صهیونیست رژیم په امریکایي او اروپایي وسلو سره، په غزې کې د خلګو په نسل وژنې لګیا ده.

البانیز یادونه وکړه چي اسرائیل رژیم د غزې په ښوونځیو کې پرلپسې نسل وژنو ته لاسپورې کړی دی.

د غزې د روغتیا وزارت د وروستیو راپورونو له مخې، تر اوسه پورې د صهیونیستي رژیم په بریدونو کې ۴۰ زرو نه زیات فلسطینیان شهیدان شوې او ۹۲ زره او څلور سوه نور ژوبل شوي دي چي ۳۳ سلنه یې ماشومان او ۱۹ سلنه یې ښځې دي.

 

ټیګونه