د حزب الله په لسګونو توغندیو د بن ګورین هوائي ډګر په ټپه درولی
پارس ټوډې - د لبنان د حزب ا... ولسی مبارزانو په اعلامیې کې وئيل شوي دي ،د خپل یوه کمانډر فواد شکر د ترور دغچ دعملیاتو په لومړنۍ مرحلې کې ئې د نیواکي ټاټوبو په لور څه د پاسه درې سوه توغندوي او ځان مرګي ډرون ویشتي او په دغو سیمو کې ئې تورې لوخړې پورته کړي دي .
پارس ټوډې راپور ورکړیو، د لبنان د حزب ا...غورځنګ په لومړنۍ اعلامیې کې وئيل شوي دي،د حضرت امام حسین علیه السلام د حماسی اربعیّن په سهار وختي د اسلامی مقاومتي مبارزانو د عملیاتو په لومړنۍ مرحلې کې ئې په څه دپاسه ۳۲۰توغندیو او ځان مرګو ډرونز سره د نیواکي فلسطین په شمال کې د دښمن وسپینز ډال (آیرن ډومز)مرکزونه، پوځي مرکزونه او کمپلیکسونه په نښه کړي او تورې لوخَړې ئې ترې پورته کړي دي چې البته پایلې به ئې ورپسې اعلان شي. په دغې اعلامیې کې وئيل شوي دي،چې د اسرائيلو یولس مهم پوځي مرکزونه ئې په نښه کړي دي او دغه راز هغه تاسیسات او پوځي اډې چې د جنوبی لبنان په لور وخت په وخت حملې ورڅخه کیږي، هم په شیشت کې راوستل شوي دي او دا د غچ اخستونکو عملیاتو لومړنۍ مرحله وه چې په بریالیتوب سره پاي ته رسیدلې ده.
د حزب الله غورځنګ په دوهمې اعلامیې کې چې له دغو عملیاتو څو ساعته وروسته صادره شوې ده وئیل شوي دي؛ د حزب الله مبارزان په بشپړ ډول تیارسی دي او دښمن ته به غاښ ماتونکی ځواب ورکړي او داپه داسې حال کې دي چې د صهیونیسټي رژیم د جنګ وزیر یوآو ګالانټ په دغې ناڅاپي حملې پسې د راتلونکو ۴۸ ساعتونو لپاره په درستو نیواکي ټاتوبو کې بیړنی حالت اعلان کړی او د حیفا په ټولو سواحلو کې ئې د امنیتی وضعیّت په دلیل هر ډول تګ راتګ منع کړی دی.
له دې وروسته د حزب ا...په ورپسې خبرتیا کې وئيل شوي دي دخداوندمتعال په مرستې سره د حزب ا... ټول توغندي او ډرونز د دښمن له وسپینز ډال څخه په تیریدا سره پخپلو ټاکل شوو ټارګټونو په بریالیتوب سره هیټ شوي دي او ددغو عملیاتو خاص نتیجې به نن د حزب ا...غورځنګ عمومی منشي سید حسن نصر ا...پخپلې وینا کې اعلان کړي،او د صهیونیسټي دښمن هغه ادعاګانې چې ګواکې دغه حمله ئې ناکامه کړې ده،هم دروغ او چټي وګڼي او اړول شوو تاوانونو په باب به تفصیل وړاندې کړي.
داپه داسې حال کې دي چې د صهیونیسټ رژيم ځینو رسندویو هم وئيلي دي، د حزب ا... ددغو عملیاتو د دوام له ویرې د نیواکي ټاټوبو له شمالي سیمو زیاتره خلکو پښې سپکې کړي دي او هغه خلک چې په دغو سیمو کې تردې د مه پاتې دي ،هم له نفسیاتي او روحي مشکلاتو سره لاس او ګریوان دي.
صهیونیستي رسندویو اعتراف کړی چې د اسماعیل هنیه او فواد شکر له ترور وروسته درست صهیونیسټان یو ډول له ویرې او وحشت سره ژوند کوي او یوډول ددغو عملیاتو د ځواب په انتظار کې شپې سبا کوي.