عراق کښې په حسیني اربعین کښې ۲۱ میلونه خلکو ګډون کړی
ایرنا خبري اژانس راپور راکړی په عراق کښې د حضرت ابوالفضل علیه السلام د سپیڅلي زیارت چارواکو د روان هجري قمري کال(۱۴۴۶) په حسیني اربعین کښې د څه د پاسه یویشت میلیونه زیارتوالو د ګډون خبر ورکړ.
په عراق کښې د حضرت عباس علیه السلام د سپیڅلي حرم چارواکو په یوې بیانیې کښې وویل د روان هجري قمري کال د حسیني اربعین په مراسمو کښې یویشت میلیونه ، څلور لکه اتیا زره او پینځه سوه پینځویشت زیارتوال عراق او سپیڅلي زیارتونو ته ورغلل.
د ایران د اسلامي جمهوریت په شمول له ټولې دنیا څخه په میلیونونو زیارتوال په حسیني اربعین مراسمو کښې د ګډون لپاره د عراق کربلا ښار ته تللي دي.
د شهیدانو سالار حضرت امام حسین علیه السلام د کربلا د واقعې په بیانولو کښې له مکې څخه کربلا ته په لاره کښې او د خپل شهادت په وخت په صراحت سره ټینګار کاوه زما د حرکت هدف د یزید د اسلام ضد حکومت ایشوا کول ، د امر به معروف او نهي ازمنکر اجرا کول او د ظلم او د ستمګرۍ په وړاندې مقاومت کول دي او زه د قران کریم له حمایت کولو او د سوچه محمدي ص اسلام له ژوندي ساتلو پرته بل هیڅ هدف نلرم.
که چیرې نن اسلام ژوندی پاتی دی نو دا ټول د پیغمبر اکرم حضرت محمد صلی الله علیه واله وسلم د ګران لمسي حضرت امام حسین علیه السلام او د هغه د کورنۍ او د وفاداره ملګرو د شهادت او د قربانۍ د ورکولو په خاطر دی.