ایران او اردن د سیمې د امنیت او ثبات په ساتنې باندې ټینګار لري
د ایران د خارجه وزارت ویاند د اردن له باچا سره د ایران د خارجه وزیر د کتنې په هکله وویل: د دواړو هیوادونو کلکه عقیده، په غزې او لبنان کښې د صهیونیسټي رژیم د تیریو او جنایتونو له امله په روان حساس امنیتي حالت کښې د سیمې د امنیت او ثبات ساتنه ده.
د ایرنا د خبر له مخې، اسماعیل بقايي پرون په ایکس کښې ولیکل: د ایران خارجه وزیر سید عباس عراقچي د اردن د باچا، دویم عبدالله په کتنه کښې د سیمې د حساسو حالاتو په هکله د ایران لیدتوګې بیان کړې.
هغه زیاته کړه چې په دغې کتنې کښې د دوه اړخیزو اړیکو د پراختیا او ژورتیا لپاره د دواړو هیوادونو په هوډ باندې ټینګار وشه.
بقايي په پاې کښې ولیکل: ایران او اردن کلک باور لري چې د تیریو او جنایتونو د مخنیوي، د بیګناه خلکو د سر د ساتنې او د سیمې د امنیت او ثبات د حفاظت لپاره پریکنده پیوستون او ډله ایز اقدام ته ضرورت لرو.
د ویلو ده چې د ایران د بهرنیو چارو وزیر سید عباس عراقچي د خپل سیمه ایز سفر په دوام کښې پرون سهار د اردن پلازمینې امان ته تلی و.
اردن، په غزې او لبنان کښې د جنګ د بندولو په موخه د ایران د سفارتي هلوځلو د دوام په لړ کښې د خارجه وزیر د سیمه ایزو سفرونو اووم مقصد و.
هغه د سیمې په تیره بیا د غزې د بدلونونو په اړه د اردن له باچا او ځینو نورو جګ پوړو چارواکو سره له ملاقاتونو او صلاح مشورو وروسته، د مصر پلازمینه قاهره ښار ته لاړ.