د روسیې لخوا د امنیت شورا د غونډې د جوړیدا غوښتنه :-
په ملګروملتونو کښې د روسیې د دائمي استازي لومړي مرستیال «دیمیتري پولیانسکي» وویل ماسکو اوکراین ته د لویدیځو هیوادونو د وسلو د استولو په هکله د اګست د میاشتې په دیرشمه نیټه د ملګروملتونو د امنیت شورا د غونډې د جوړیدا غوښتنه کړي ده.
دغه موضوع له څو اړخونو د روسیې لپاره مهمه ده اول دا چې لویدیځ هیوادونه په تیره بیا امریکا ، جرمني او انګلستان وغیره اوکراین ته د جنګي تجهیزاتو او د وسلو په استولو سره هلته جنګ زیاتوي او دوهمه دا چې لویدیځو هیوادونو د روسیې په خاورې باندې د حملو لپاره د اروپايي هیوادونو له جوړو وسلو څخه د استفادې لپاره اوکراین ته د اجازې په ورکولو سره په حقیقت کښې نړۍ د نړیوال کړکیچ په درشل کښې ورولي.
دریمه دا چې لویدیځ هیوادونه په متحد ډول د اوکراین په څنګ کښې دریدا سره له روسیې سره د لویدیځو هیوادونو د جنګ مدیریت کوي او دا د روسیې په مقابل کښې د لویدیځو هیوادونو د جنګ په معنا دی.
د سیاسي مسائیلو کارپیژاند «علي شهبازي» په دې هکله وايي: امریکا له روسیې سره د اوکراین د جنګ په هکله دوه ګوڼه سیاست غوره کړی دی.
امریکا له یوې خوا هغه هیوادونه چې د روسیې په څنګ کښې ولاړ دي ماسکو ته د وسلو په استولو تورنوي او بلې خوا اوکراین ته د تر ټولو موډرنه وسلو په ورکولو سره هڅه کوي د روسیې په مقابل کښې د اوکراین موقعیت پیاوړی کړي کوم چې کولای شي د نه اټکل وړ پایلې ځان پسې ولري.
له دې کبله په ملګروملتونو کښې د روسیې د دایمي استازي لومړي مرستیال وویل ماسکو اوکراین ته د لویدیځو هیوادونو د وسلو د استولو په هکله د غونډې د جوړولو غوښتنه کړي ده.
که څه هم روسیه هم په امنیت شورا کښې د امریکا او د دغه شورا د نورو دائمي غړیو د نفوذ له اعمالولو خبره ده خو د امنیت شورا د غونډې د جوړلو لپاره غوښتنه په تاریخ کښې د هغې د ثبتیدا لپاره هڅه ده چې د راتلونکي وخت خلک خبر ووسي چې روسیې له اوکراین څخه د لویدیځو هیوادونو په تیره بیا د امریکا د هراړخیزه ورانکارو پایلو د مخنیوي لپاره نړیوالو ته خبرداری ورکړی دی.
په دې سربیره د روسیې په باور د اوکراین د کړکیچ نور اړخونه او د دغه هیواد دړې وړې کیدا چې لویدیځ هیوادونه ترجیح ورکوي سترګې ورباندې پټې کړي د امنیت شورا په غونډې کښې مطرح کړي چې د دنیا خلک له روسیې سره په جنګ کښې له اوکراین څخه د لویدیځو هیوادونو د ملاتړونو له پټو اقداماتو خبر شي.
امریکا په ناټو پوځي تړون کښې د اوکراین د غړیتوب لپاره په هڅې سره چې د روسیې اعتراض یې راوپاروه د روسیې او د اوکراین جنګ ته لمن ووهله او همدا اوس امریکا د اوکراین د کړکیچ د اصلي عاملې په توګه له اوکراین څخه د هر اړخیزه پوځي او د مالي ملاتړونو هڅه کوي چې د روسیې له نظره دغه چاره د دریم نړیوال جنګ د رامینځته کیدا سبب کیدلای شي.
دا په داسې حال کښې دي چې جرمني اوکراین ته د پوځي مرستو په ورکولو کښې د سخت سیاست په غوره کولو سره وښودله چې له روسیې سره د اوکراین د جنګ په وړاندې د امریکا له سیاستونو څخه د واټن د اخیستلو هڅه کوي کوم چې کولای شي روسیه د اوکراین د کړکیچ په هکله د امریکا او د اروپايي هیوادونو ترمینځ د اختلافاتو د لا زیاتولو ته هیله منه کړي.
اروپايي هیوادونه د روسیې په مقابل کښې د اوکراین د احتمالي بریالیتوب په هکله بشپړه شک لري او له دې کبله له اوکراین سره مرسته کول د خپلو پانګو ضایع کول ګڼي چې همدا اوس یې په اروپا کښې عمومي اعتراضونه راپارولي دي.