اسرائیل په زوره د فلسطینیانو د کډوالولو هڅه کوي
ایرنا خبري اژانس د قطر د الجزیرې ټیلي ويژن په قول راپور ورکړ د اردن سیند په لویدیځې غاړې کښې پروت د جنین ښار ښاروال بیګا ایشوا کړه چې د اسرائیلو رژيم د فلسطین د خلکو په زوره د کډوالو هڅه کوي.
هغه دغه راز ډاګینه کړه صهیونیسټ نیواکګران په نړیوال ملاتړ سره د خپلو پوځي عملیاتو او جنایتونو د زیاتولو کوشش کوي.
د جنین ښاروال یوځل بیا ټينګار وکړ له اوسنیو پوځي عملیاتو د نیواکګرو صهیونیسټ پوځيانو هدف د فلسطین د خلکو د کلابند کولو لپاره هڅه او له خپل وطن څخه د کډه کولو ته د دوې د مجبورولو لپاره په دوې د دباو راوړل دي دا په داسې حال کښې دی چې فلسطین زمونږ وطن دی.
په همدې لړ کښې د فینلینډ خارجه وزارت د اردن سیند په لویدیځې غاړې باندې د صهیونیسټ رژيم د پوځي یرغل د غندلو په ترڅ کښې وویل له دغه سیمې د فلسطینیانو په زوره کوچول د نړیوالو قوانینو خلاف ورزۍ ده.
د فینلینډ خارجه وزارت ټينګار وکړ د ښارګیو د جوړولو پراخول ، د صهیونیسټ ښارګي میشته خلکو د تاوتریخوالو اندیښمنونکي زیاتیدل او په زوره د فلسطینیانو ایستل د نړیوالو قوانینو پرخلاف او د تاوتریخوالو د کمولو لپاره له نړیوالو هڅو سره توپیر دی.