د لبنان حزب الله په اسرائیلو لسګونو توغندي وویشتل
ایرنا خبري اژانس راپور راکړی خبري سرچینو بیګا وویل د لبنان اسلامي مقاومت غورځنګ حزب الله په لسګونو توغندیو سره د نیواکي فلسطین په شمال کښې په صهیونیسټي ښارګیو او اډو باندې بریدونه وکړل.
د اسرائیلو په شمال کښې په اتو بیلابیلو سیمو کښې په پرله پسې ډول د خطرې سایرنونه ووهل شول او خلکو ته د توغندیو د حملو په هکله خبرداری ورکړل شو.
داسې ښکاري چې د نیواکي فلسطین په شمال باندې دغه پراخه توغندوي حمله د لبنان په جنوب باندې د اسرائیلو څو ساعته مخکې حملې د بدل د اخیستلو لپاره ترسره شوي ده.
د صهیونیسټ رژيم جنګي الوتکو څو ساعته مخکې د لبنان په جنوب کښې په «طیر حرفا» ښارګي باندې بمبارې وکړې.
د اسرائیلو دیارلسم ټیلي ويژن هم راپور ورکړ چې د صهیونیسټ رژيم دافع هوا د نیواکي فلسطین په شمال کښې په «الجلیل غربي »باندې له لبنان څخه د ځینو توغول شویو توغندیو مخه ونیوله او هغه یې شنډ کړل.
دغه راز د بیت لحم په جنوب کښې د «غوش عتصیون» ښارګي کښې یوې تجارتي ودانۍ ته نږدې د زوروې بم چاودنې غږ اوریدل شوی.
ویل کیږي صهیونیسټ رژيم هم د لبنان په جنوب کښې د حداثا ښارګي په خواو شا سیمو باندې بریدونه وکړل.