اوکراین ته د اوږده واټن ویشتونکو توغندیو د استولو شونتیا په اړه مسکو واشنګټن ته خبرداری ورکړی
د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف اوکراین ته د امریکا له خوا د اوږده واټن ویشتونکو توغندیو د استولو د شونتیا په ځواب کې، واشنګټن ته خبرداری ورکړی چې د روسیې له سرو کرښو سره ټوکې ونه کړي.
تر دې مخکې رویټرز خبر ورکړی وو، چې امریکا او اوکراین کېیف ته د اوږد واټن کروز توغندیو د استولو هوکړې ته نږدې شوي دي. سرګي لاوروف تېره ورځ یوې روسي رسنۍ ته وویل چې امریکا د خپل ځان لپاره له ټاکلي حدونو تېره شوې ده، او د اوکراین ولسمشر ترې ناوړه ګټه پورته کوي.
د روسیې د بهرنیو چارو وزیر همدارنګه ویلي چې امریکا د متقابل دفاع اصول چې د سړې جګړې راهیسې د واشنګټن او مسکو ترمنځ د امنیت توازن ساتلو کې مرسته کړې، له پامه غورځوي. هغه دا کار خطرناک بللی دی.
امریکا او لوېدیځو متحدینو یې تر اوسه اوکراین ته پرمختللې وسلې ورکړي، چې د روسیې پر ضد په جګړه کې ترې کار واخلي.