هېڅ ځواک د ایران او ارمنستان ترمنځ د ځمکنۍ اړیکې د خرابولو توان نه لري
(last modified Tue, 10 Sep 2024 02:11:36 GMT )
Sep 10, 2024 06:41 Asia/Kabul
  • هېڅ ځواک د ایران او ارمنستان ترمنځ د ځمکنۍ اړیکې د خرابولو توان نه لري

د ارمنستان د امنیت شورا منشي په ایروان کې د ایران له سفیر سره په کتنه کې، د تهران له دریځونو په مننې او قدردانۍ سره ټینګار یې وکړ چې هېڅ قوت د ایران د اسلامي جمهوریت او ارمنستان د دواړو هېوادونو د ځمکنیو اړیکو د خرابولو توان نه لري.

د ارمنستان د دولتي خبري آژانس د خبر له مخې، د ارمنستان د امنیت شورا منشي «آرمین ګریګوریان» په ایروان کې د ایران د اسلامي جمهوریت له سفیر مهدي سبحاني سره لیدنه او خبرې اترې وکړې.

په دغه کتنه کې سبحاني د نړیوالو سرحدونو د بدلون نه کولو، له هرډول جیو پولیټیکل بدلون سره د مخالفت او د ایران د ګاونډیانو د ځمکنۍ بشپړتیا د ملاتړ په هکله د ایران پر دریځ ټینګار وکړ او دغه راز یې د دوه اړخیزو اړیکو او سیمه ایزو مسایلو په هکله هم خبرې اترې وکړې.

په دغه کتنه کې د ارمنستان د امنیت شورا منشي آرمن ګریګوریان هم د ایران له خوا د ارمنستان له ځمکنۍ بشپړتیا ملاتړ او د نړیوالو پولو د تغییر نه کولو په اړه د تهران له دریځ څخه مننه وکړه او ویې ویل: د ارمنستان او ایران ترمنځ پوله، د سولې، دوستۍ او سوله ایز ژوند  کولو سرحد دی او ایروان له تهران سره اړیکو ته یو ځانګړی اهمیت ورکوي.

د ارمنستان د امنیت شورا منشي همدارنګه یادونه وکړه چې د ارمنستان دننه د هر ډول لارو بندول به د دغه هېواد د حکومت تر کنټرول او حاکمیت لاندې وي.

ټیګونه