د ایران او د عراق د دوه اړخیزه اړیکو د پراخولو په هدف سره بغداد ته د پزشکیان سفر :-
د ایران د اسلامي جمهوریت ولسمشر «مسعود پژشکیان» د تهران او د بغداد د اړیکو د پیاوړي کولو او پراخولو په هدف سره د عراق له چارواکو سره د کتنې او سلامشورې لپاره بغداد ته ورسید.
د ایران ولسمشر مسعود پزشکیان نن یوه بهرني هیواد ته په خپل لومړي سفر کښې د عراق پلازمینې بغداد ته ورسید او لومړي وزیر محمد شیاع السوډاني یې هرکلی وکړ.
پزشکیان د رسمي هرکلي له مراسمو وروسته د عراق د ولسمشرۍ ماڼې ته ورغی او هلته یې ولسمشر عبدالطیف رشید سره کتنه وکړه.
د ایران ولسمشر وروسته د لومړي وزیر په ماڼۍ کښې له لومړي وزیر محمد شیاع السوډاني سره کتنه وکړه او وروسته د دواړو هیوادونو د لوړرتبه پلاویو د غړیو ګډه غونډه هم ترسره شوه.
د ایران ولسمشر به په عراق کښې د هیواد له لوړرتبه چارواکو سره د اقتصادي ، د سیاسي ، کلتوري او د امنیتي برخو په شمول په بیلابیلو زمینو کښې د دوه اړخیزه ملګرتیاو په هکله سلامشورې وکړي او وروسته به د حضرت امام حسین علیه السلام او د حضرت عباس علمدار علیه السلام زیارتونو ته هم ورشي.
د ایران ولسمشر پزشکیان عراق ته له روانیدا مخکې ټینګار وکړ د هغو سیاستونو پراساس چې مخکې اعلان شوي او له ګاونډیو هیوادونو سره د صمیمي اړیکو په هکله د اسلامي انقلاب د ستر لارښود د اعلان شوي سیاست پراساس د عراق دوست هیواد ته سفر یو پلان شوی سفر دی.
عراق له تیر وخت راهسې له ایران سره زیات ارتباطات لرلي او د ایران اقتصادي ، سیاسي او ټولنیز همکار دی.له عراق سره زیاتې همکاریانې لرلی شو او د ایران او د عراق ترمینځ زیاتې موافقې لاسلیک کیږي.
د ایران ولسمشر دغه راز د عراق کردستان سیمې او اربیل او سلیمانیه ښارونو ته هم ورځي او هلته به د دغه سیمې له چارواکو سره د دوه اړخیزه ملګرتیاو د پراختیا په هکله خبرې وکړي.
د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي د ولسمشر د لومړي بهرني سفر په توګه د عراق د انتخابولو څرنګوالي ته په اشارې سره وویل د لومړي هیواد په توګه د عراق ټاکل چې د اسلامي ایران ولسمشر ورځي د دواړو هیوادونو ترمینځ د ورورګلویزو اړیکو د ژورتیا ښودنه کوي.
عراق د ایران لپاره له یوه ګاونډي هیواد ورهاخوا دی او عراق زمونږ دوست او ورور هیواد دی او مونږ زیات ګډ ټکي لرو.»
عراق ته د ایران د ولسمشر سفر د دغه حقیقت ښودنه کوي چې د ایران اسلامي جمهوریت له عراق سره د سیاسي، د امنیتي ، د اقتصادي او د تجارتي اړیکو د پیاوړي کولو هڅه کوي او د هغه په څنګ کښې دغه راز د دواړو هیوادونو د ملتونو او حکومتونو ترمینځ د ورورګلویزو اړیکو د پراخولو سټراټيژۍ هم د تهران لپاره خاص لومړیتوب لري.
په عراق کښې د ولسي ځواکونو د مقام په شمول په سیمه کښې د مقاومت ډلو اغیز شیندونکي رول ته په پام سره د صهیونیسټ رژيم او د هغه د اصلي ملاتړي امریکا له دسیسو سره د مقابلې لپاره د دغو ولسي ځواکونو ملاتړ کول د ایران او د عراق د حکومتونو ترمینځ ډيرې غږملتیا او ملګرتیا ته ضرورت لري.
عراق ته د ایران د ولسمشر سفر په سیمه کښې د تهران او د بغداد د ملګرتیا د اغیز او اهمیت ښودنه کوي.
د دوه اړخیزه موافقو تعقیبول، د ایران او د عراق د ملګرتیاو د پراخولو په هکله سلامشوره او د پردیو هیوادونو د لاسوهنو د کمولو په هدف سره د دوه اړخیزه او د سیمه ئیزو ملګرتیاو زیاتولو په هغو اساسي موضوعګانو کښې شامل دي چې په دغه سفر کښې به ورباندې بحثونه وشي.
ایران او عراق د تیلو د صادرونکو هیوادونو یعني د اوپیک د دوو اغیز شیندونکو غړیو په توګه د انرژۍ په نړیوال بازار کښې ټاکونکی رول لري او د تیلو ګډو حوزو شتون ته په پام سره په دې زمینه کښې د تهران او د بغداد اغیزشیندونکي ملګرتیا د دغه برخې په پراختیا او رونق کښې اغیز شیندونکي کیدلای شي د ایران د اسلامي جمهوریت د بهرني سیاس اصلي سټراتيژۍ له ګاونډیو هیوادونو سره د اړیکو پراختیا او پراخول دي او عراق ته د ایران د ولسمشر پزشکیان سفر به د ایران سیمه ئیز رول او مقام له مخکې څخه زیات پیاوړی کړي او د پردیو هیوادونو له تخریبي اقداماتو سره د مقابلې لپاره به اغیز شیندونکی عامل وي.