د ایران د اسلامي انقلاب ستر لارښود د عراق د ملت قدرونه وکړه
(last modified Wed, 11 Sep 2024 11:53:19 GMT )
Sep 11, 2024 16:23 Asia/Kabul
  • د ایران د اسلامي انقلاب ستر لارښود د عراق د ملت قدرونه وکړه

زمونږ خبریال راپور راکړی د ایران د اسلامي انقلاب ستر لارښود حضرت ایت الله العظمی سید علي خامنه اي په یوه پیغام کښې د حسیني اربعین په ورځو کښې د عراق د ستر ملت او د موکب لرونکو د کوربه توب مننه وکړه.

د ایران ولسمشر مسعود پزشکیان نن د اسلامي انقلاب د ستر لارښود حضرت ایت الله خامنه اي د دغه پیغام عربي متن او لوح عراق ته د سفر په بهیر کښې د دغه هیواد لومړي وزیر محمد شیاع السوډاني ته ډالۍ کړه.

د ایران د اسلامي انقلاب ستر لارښود حضرت ایت الله العظمی سید علي  خامنه اي په دغه پیغام کښې وویل لومړی کلمه او ټکی تشکر یعني مننه ده ؛ د زړه له کومې  له خپلې خوا او د ایران د ستر ملت له لورې مننه کوم هم د تاسو موکب لرونکو چې د حسیني اربعین په ورځو کښې مو کرامت، رحمت او مودت خپلې اخري درجې ته رسولی دی او هم د عراق له ټول ستر ملت او هم په حکومت کښې له چارواکو څخه چې امنیت، چاپیریال او  زمینه یې برابره کړي ده هم په تیره بیا له سترو علماو او د سترو مذهبي مراجعو چې د زیارت چاپیریال یې د ایران او د عراق د دوو ملتونو او د خلکو ترمینځ د ورورګلوۍ فضا برابره کړي ده حقیقتا د مننې ځای لري.

د اسلامي انقلاب ستر لارښود زیاته کړه له حسیني زیارتوالو سره د تاسو کریمانه چلند او په لاره کښې په موکبونو کښې د عراق د ګرانو وروڼو کړچار په ننۍ دنیا کښې ساري نلري هماغه ډول چې په خپله د حسیني اربعین لاریون په تاریخ کښې ساری نلري او هماغه راز د  لسګونو میلیونونو زیارتوالو د امنیت او د سلامتیا ساتل په ننۍ ناامنه دنیا کښې یو ستر او بې ساری کار دی.

هغه حضرت جوته کړه تاسو خپل اسلامي کرامت او عربي کرامت په خپل کړچار او په خپلو اعمالو کښې ښودلی دی او ټول له سید الشهدا حضرت امام حسین علیه السلام سره مینه لري.

له حسین بن علي علیه السلام سره دغه عشق یوه استثنايي چاره ده ؛هیڅ ځاې او هیڅ وخت مو دې ته ورته چاره نه درلودله او نه یې لرو.

هیله من یم چې متعال خدای دغه عشق د تاسو په زړونو او زمونږ په زړونو کښې ورځ تر بلې زیات کړي.

د ایران د اسلامي انقلاب ستر لارښود وویل نن سبا د مینې د دغه جاذبې لمن دومره پراخ شوی دی چې له غزې تړانګې رانیولي تر ډیرو  غیر مسلمانو ټولنو په شان چارې هم پکښې شاملیږي. والحمد الله.

 

ټیګونه