ایران روسیې ته بالسټیک توغندي نه دي استولي
(last modified Thu, 12 Sep 2024 04:51:56 GMT )
Sep 12, 2024 09:21 Asia/Kabul
  • ایران روسیې ته بالسټیک توغندي نه دي استولي

د ایران د بهرنیو چارو وزیر روسیې ته د ایران د بالسټیک توغندیو د استولو په اړه د لوېدیځ ادعا رد کړه.

د ایرنا په وینا؛ د ایران د بهرنیو چارو وزیر سید عباس عراقچي په مجازي فضا او په خپله شخصي پاڼه کې، دې ته په اشارې سره چې امریکا او اروپا د غلطو اطلاعاتو او د ناسم منطق په بنیاد یو ځل بیا عمل کړی دی، لیکلي: ایران روسیې ته بالسټیک توغندي نه دي لېږلي.

عراقچي زیاته کړه: په بندیزونو روږدي کسان باید له ځانه وپوښتي، چې ایران څنګه کولای شي پرمختللې وسلې جوړې کړي او ستاسو د ادعا له مخې یې وپلوري؟

د ایران د بهرنیو چارو وزیر په پای کې ټینګار وکړ: بندیزونه د حل لاره نه ده، بلکې د ستونزې یوه برخه ده.

تر دې مخکې د سي این این خبري شبکې په یوه راپور کې د نامعلومو سرچینو په حواله ادعا کړې وه، چې ایران په اوکراین کې د پوځي عملیاتو لپاره د لنډ واټن ویشتونکي بالسټیک توغندي روسیې ته سپارلي دي.

د دې خبر په غبرګون کې د ملګرو ملتونو ویاند ویلي وو چې موږ دا راپورونه لیدلي، خو د دې خبرونو د تائید لپاره هېڅ لاره نه لرو.

په همدې حال کې، د کرملین ویاند «دیمیتري پیسکوف» د دغه ناسم راپور په غبرګون کې ویلي: دا ډول خبرونه تل له حقیقت سره سمون نه لري.

ټیګونه