د عراق کردستان سیمې ته د ایران د ولسمشر د لومړي سفر پیغامونه او اهمیت:-
(last modified Thu, 12 Sep 2024 09:58:57 GMT )
Sep 12, 2024 14:28 Asia/Kabul
  • د عراق کردستان سیمې ته د ایران د ولسمشر د لومړي سفر پیغامونه او اهمیت:-

د ایران د اسلامي جمهوریت ولسمشر مسعود پزشکیان عراق ته د خپل سفر په دوهمه ورځ د عراق کردستان سیمې ته ورسید او د دغه سیمې مشر نیچروان بارزاني » یې هرکلی وکړ.

د ایران ولسمشر په تیرې چهارشنبې ورځ د یوه لوړرتبه سیاسي او د اقتصادي پلاوي په مشرۍ عراق ته ورغی او په بغداد هوايي ډګر کښې یې د لومړي وزیر لخوا هرکلی وشو.

د ایران د اسلامي جمهوریت ولسمشر مسعود پزشکیان د عراق له ولسمشر او لومړي وزیر سره جلا جلا کتنې او خبرې وکړې.

د ایران ولسمشر نن د عراق کردستان سیمې ته ورغی چې د ایران لومړنی لوړرتبه چارواکي او ولسمشر ووسي چې اربیل سیمې ته سفر کوي.

د ایران ولسمشر پزشکیان له اربیل وروسته د عراق په کردستان سیمه کښې سلیمانیه سیمې ته هم ورغی.

که څه هم د عراق اربیل سیمې ته د ایران د یوه ولسمشر لخوا لومړنی سفر د مسعود پزشکیان لخوا ترسره شو خو که چیرې د پخواني ولسمشر ابراهیم رئیسي هیلي کوپټر د روان میلادي کال د مي د میاشتې په اتلسمه نیټه نه نسکوریدلای ټاکل شوي وه چې هغه اوه ورځې وروسته د ایران لومړنی ولسمشر ووسي چې د عراق کردستان سیمې ته سفر وکړي.

د پزشکیان سفر یو ځل بیا د دې ښودنه کوي چې د ایران اسلامي جمهوریت د ګاونډي توب سیاست په جدي ډول په لومړیتوب کښې لري او هغه تعقیبوي.

د عراق کردستان سیمې ته د ایران د ولسمشر سفر په داسې شرایطو کښې وشو  چې په تیرو دریو میاشتو کښې د کردستان سیمې مشر نیچروان بارزاني درې ځله تهران ته سفرونه راوکړل.

هغه د لومړي ځل لپاره د تاوتریخوالي د ختمولو په چوکاټ کښې ایران ته راغی.

ورپسې له مسرور بارزاني سره یوځاي تهران ته راغی او دا ځل د ایران د ولسمشر ابراهیم رئیسي د جنازې په مراسمو کښې د ګډون لپاره او دریم ځل هم د مسعود پزشکیان د ولسمشرۍ د لوړې په دستورو کښې د یوه میلمه په توګه ایران ته راغی.

د دغو ډيپلوماټیکو سفرونو تر ټولو مهم پیغام دا دی چې دواړه لوري دغه نتیجې ته رسیدلي دي چې ګډو سیاسي سرحدونو ، اړیکو او کلتوري ، ټولنیزو او د تاریخي زمینو چې له یوبل سره یې لري او دغه راز ګډو  ګټو او ګواښونو ته په پام سره ښه خبره دا ده چې د اختلافاتو په مدیریت کولو سربیره د دوستۍ او د اړیکو د ژورتیا په مدار کښې حرکت وکړي.

په همدې لړ کښې د ایران د اسلامي جمهوریت ولسمشر مسعود پزشکیان په تیرې چهارشنبې ورځ له « رووداو» ټیلي ويژن سره په مرکه کښې وویل د عراق د کردستان سیمې او د ایران اړیکې همدا اوس ښې دي او باید د هغو د پیاوړي کولو لپاره هڅه وکړو.

د اړیکو د پراخولو لپاره او د دوستۍ په مدار کښې د حرکت کولو لپاره  د ایران او د عراق د  کردستان سیمې د ګروهنې یوه نښه امنیتي موافقه ده.

د هغه  امنیتي موافقې پراساس چې دوه کاله مخکې د ایران او د عراق ترمینځ لاسلیک شوه ټولې ترهګرې او بیلتون غواړي ډلې باید د  ایران سرحدونو ته نږدې خپل مرکزونه خالي کړي او هغوې بې وسلې شي.

د دغه امنیتي موافقې د اجرا په لړ  کښې ځینو ترهګرو ډلو خپل مرکزونه خالي کړل.

له وړاندې څو ورځو راهسې او عراق ته د ایران د ولسمشر د سفر په درشل کښې هم د امنیتي موافقې د بلې برخې د اجرا په لړ کښې د «کومله» په شان نورې ترهګرې ډلې یې  هم شاتګ کولو او د خپلو اوسنیو مرکزونو خالي کولو او کیمپونو ته د هغوې انتقالیدا ته مجبوره کړې.

اخري ټکی دا چې د عراق کردستان سیمې ته د ایران د ولسمشر مسعود پزشکیان سفر اهمیت لري خو له دغه سفر وروسته باید د تهران او د اربیل د اړیکو د مخالفانو د اقداماتو او د خوځښتونو په هکله هم ځیر ووسو.

بې شکه د عراق د کردستان سیمې لپاره په امنه او ارامه فضا کښې د اړیکو پراخول به هم زیاتې ګټې ولري او ځايي حکومت کولای شي د ایران د اسلامي جمهوریت له وړتیاو او ظرفیتونو ګټه پورته کړي.

 

ټیګونه